د غنمو د پېر او زېرمه کولو مرکزي کمېټې ناسته دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۴:۴۱
د غنمو د پېر او زېرمه کولو مرکزي کمېټې ناسته دائره شوه

۲۹ لړم ۱۴۰۳هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶هـ.ق
د غنمو د پېر او زېرمه کولو مرکزي کمېټې ناسته د کرنې وزارت مالي او اداري معین ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ، د کمېټې غړو، د مرکزي سیلوګانو مسؤلینو او د کرنې وزارت استازو په ګډون ترسره شوه.
ملا آغاجان آخند په دې ناسته کې په ډېری ولایتونو کې د غنمو د پېر او زېرمه کولو د لړۍ د بریالیتوب خبر ورکړ او زیاته یې کړه: «په ډېری ولایتونو کې د غنمو د پېر او زېرمه کولو لړۍ بشپړه شوې ده. دا اضافي غنم له بزګرانو، د تخم تولیدوونکو شرکتونو، کرنیزو کوپراتیفونو او آزاد بازار څخه اخیستل شوي او په سیلوګانو او زېرمتونونو کې زېرمه شوي دي.»
نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وویل: «په ولایتونو کې بزګران له دې لړۍ څخه خوښ دي او غواړي چې اسلامي امارت دا لړۍ دوامداره کړي، ترڅو یې د حاصل د راټولولو پر مهال د تولیداتو د ارزانه پلورلو څخه مخنیوی وشي.»
د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې شاوخوا ۳۸ زره او ۸۰۰ متریک ټنه اضافي غنم وو، چې اسلامي امارت پېرلي او د همدې ولایتونو یا زونونو په سیلوګانو او زېرمتونونو کې یې زېرمه کړي دي. دا ګام د بېړنیو حالتونو لپاره د غنمو د ساتنې، په بازار کې د غنمو د بیې کنټرول، د سوداګرو له‌خوا د احتکار د مخنیوي او د بزګرانو د ملاتړ په موخه اخیستل شوی دی.

جلسه کمیته مرکزی خریداری و ذخیره‌سازی گندم برگزار شد
۲۹ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه کمیته مرکزی خریداری و ذخیره‌سازی گندم تحت سرپرستی ملا آغاجان آخند « حاجی سالم» ، معین مالی و اداری وزارت زراعت، با حضور اعضای کمیته، مسوولین سیلوهای مرکزی و نمایندگان وزارت زراعت برگزار گردید.
ملا آغاجان آخند در این جلسه از موفقیت‌آمیز بودن پروسه خریداری و ذخیره‌سازی گندم در اکثریت ولایات خبر داد و افزود: «در بیشتر ولایات، پروسه خریداری و ذخیره‌سازی گندم تکمیل شده است. گندم از دهاقین، شرکت‌های تولیدکننده تخم بذری، کوپراتیف‌های زراعتی و بازار آزاد خریداری و در سیلوها و گدام‌ها ذخیره‌سازی شده است.»
وی همچنین اشاره کرد که دهاقین در ولایات از این روند خرسند بوده و خواستار ادامه آن توسط امارت اسلامی هستند تا از فروش ارزان‌قیمت حاصلات خود در فصل برداشت جلوگیری شود.
حدود ۳۸ هزار و ۸۰۰ متریک تن گندم در یازده ولایت کشور مازاد بود که توسط امارت اسلامی خریداری و در سیلوهای همان ولایات یا زون‌ها ذخیره‌سازی گردید. این اقدام با هدف استفاده در شرایط اضطراری، کنترل قیمت گندم در بازار، جلوگیری از احتکار توسط تاجران و حمایت از دهاقین انجام شده است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت