د طبیعي سرچینو خوندیتوب په پار دولت شاه او علشنګ ته د لغمان دکرنې ریاست د چارواکو سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۲:۳۷
د طبیعي سرچینو خوندیتوب په پار دولت شاه او علشنګ ته د لغمان دکرنې ریاست د چارواکو سفر

۹ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د ساتل شویو سیمو او طبیعي سرچینو د خوندیتوب په پار د هلوځلو په دوام ددې ولایت دولت شاه او علیشنګ ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د ساتل شویو سیمو د خوندیتوب په موخه له سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د لغمان دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد په دې کاري سفر کې د دولت شاه او علیشنګ ولسوالیو له بېلابېلو سیمو قومي مشرانو،علماء کرامو او ځوانانو  سره  د ساتل شوو سیمو او وحشي ژوو په ارزښت او د ځنګلونو د قطعه مخینوي په اړه معلومات شریک کړل.
د لغمان دکرنې رییس وویل: «دولت شاه ولسوالی د کرنې وزرات لخوا د ساتل شوې سیمې په نوم نومول شوې ده، چې ددې ولسوالی د ځنګلونو ساتنه او د وحشي ژوو د ښکار مخنیوی د دولت ترڅنګ د ولسونو مهمه وجیبه ده. ځنګلونه ونې بوټي د هېواد ملي شتمني ده او په چاپېریال ساتنه کې رغنده رول لري، نو راځئ! چې دا ملي شتمني وژغورو او هېچاته اجازه ورنکړو چې ځنګلونه، څړځایونه ،اوطبیعي منابع ویجاړ اولمنځه یوسي.»
 هغه زیاته کړه؛ غرونه، سیندونه، ځنګلونه، حيوانات، هوا او طبیعت موږ ته ښکلا، ساه اخیستل، او ژوند لپاره اړین توکي راکوي. دا زموږ مسؤلیت دی، چې د طبیعت ساتنه وکړو او د هغې قدر وکړو، ترڅو راتلونکو نسلونو لپاره هم دا نعمتونه پاتې شي.
په همدې حال کې د یادو ولسوالیو قومې مشرانو او علماء اکرامو د ځنګلونو ساتنې، انکشاف او وحشي ژوو د ښکار مخنوي پوره ډاډ ورکړ،چې یاد ځنګلونه به ساتو او بیا رغونې لپاره به یې هلې ځلې کوو.همدارنګه د یادو سیمو ولسونو شته ستونزی او مشکلات دکرنې رئیس سره شریک کړل.
په ورته مهال دکرنې محترم رئیس دوي ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې به یې له ولایتي ادارې، د وزارت رهبري او همکارو مؤسسو سره دحل په موخه شریکې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت