د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې، تشخیص او تثبت د بشپړېدو په پار غونډه دائره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۴
د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې، تشخیص او تثبت د بشپړېدو په پار غونډه دائره شوه 

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست کې د شمال زون فارياب، جوزجان او بلخ ولايتونو کې د څړځايونو د سروې، تشخیص او تثبت د بشپړېدو په پار غونډه دائره شوه.
په دغه غونډه کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رييس مولوي محمود مظلوم، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د عدلیې وزارت د انسجام لوی رییس مولوي احسان الله وثیق، د سترې محکمې استازی شېخ مولوي عبدالصمد او د اراضۍ ادارې د ارزونې، استملاک او بيا مېشتېدنې رييس مولوي حضرت محمد طیب ګډون درلود.
په پیل کې د اراضۍ لوی رييس مولوي محمود مظلوم ټولو راغلو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د هغو ټيمونو او مسؤلينو د زیار او کوښښ څخه چې په څو میاشتو کې د هېواد شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې، تشخیص او تثبت په پار په دنده بوخت وو د زړه له کومي مننه وکړه.
ورپسې د اراضۍ لوی ریاست د ارزونې، استملاک او بيا مېشتدنې رييس مولوي حضرت محمد طیب د فارياب، جوزجان او بلخ ولايتونو د څړځايونو د سروې، تشخيص او تثبیت د بشپړېدو په پار خپل مکمل ګذارش يادو مسؤلينو ته وړاندې کړ.
د غونډې په پای کې د ټولو ادارو مسؤلينو پرېکړه وکړه، چې په راتلونکي کې به د دغو ولايتونو په څېر د شمال زون پاتې نورو ټول ولايتونو د څړځايونو د سروې او تثبيت چارې به پیل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

بازگشت