د سټروسو بڼونو ودې او پراختیا په موخه هڅې؛ ننګرهار کې د سټروسو پر نیالګیو ۱۵ زره پیوندونه لګول کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۳۱
د سټروسو بڼونو ودې او پراختیا په موخه هڅې؛ ننګرهار کې د سټروسو پر نیالګیو ۱۵ زره پیوندونه لګول کېږي

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د سټروسو بڼونو د ودې او پراختیا په پار د هلو ځلو په دوام د یاد ریاست د طبیعي زېرمو امریت د نیالګیو روزنځایو کې د سټروسو پر نیالګیو د ۱۵ زره پیوندونو لګولو چارې پیل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې ریاست د طبیعي زېرمو امر عبدالرحمن اتل وویل په فارم جدید او غلام حیدرخان  دنیالګیو روزنځایونو کې دلیمو، مالټې او نورو نیالګیو کې د پیوند لګولو چارې په نږدې ورځو کې پای ته رسېږي او ۱۵ زره نیالګیو کې به پیوندونه ولګول شي.
ښاغلي اتل زیاته کړه د نیالګیو روزنځایو ستونزو حل او روزنځایونو دپیاوړتیا لپاره یې یادې سیمې له نږدې ولیدلې او دتخنیکي او فني کارکوونکو دکړنو ستاینه وکړه او ستونزو دحل او روزنځایو د پیاوړتیا لپاره یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار د کرنې ریاست د نیالګیو درې لوی روزنځایونه لري، چې له دغو روزنځایونو څخه هر کال زرګونه اصله مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي  نیالګي درنو هېوادوالو ته د کرنې وزارت د کړنلاري مطابق د سیمې ښکلا، اقلیم بدلون او حاصل ترلاسه کولو په موخه وېشل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت