د سوداګريزو توکو د صادراتو او بسته بندۍ مرکز د جوړولو په موخه د کرنې او د صنعت او  سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ځمکې د لېږد ټړون لاسلیک شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۴:۲۵
د سوداګريزو توکو د صادراتو او بسته بندۍ مرکز د جوړولو په موخه د کرنې او د صنعت او  سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ځمکې د لېږد ټړون لاسلیک شو

۱۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ؛ د۲۰۰ جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوی سید محمد سعید او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو چارو رییس احسان الله فطرت ترمنځ د یوشمېر چارواکو په شتون کې لاسلیک شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې دغه ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست د (۲۶۷) ګنې د ۳/۱۱/۱۴۴۵ نېټې او د (۷۳) ګنې د ۱۳/۴/۱۴۴۵ نېټې په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د (۵۸۷۶) ګنې د ۱/۱۲/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوه.
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د چارواکو په خبره ددې تړون له مخې د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالی او د پکتیا مرکز کې سل سل جریبه ځمکه د سوداګریزو توکو د صادراتو او بسته بندۍ مرکزونو جوړولو په پار د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته لېږدول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت