د سمنګان سیمه ییزو چارواکو سره کتنه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۳:۳۴
د سمنګان سیمه ییزو چارواکو سره کتنه

۱۰ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د ولایتي سفرونو په دوام داځل سمنګان ولایت ته ولاړ او د ولایت د ودانۍ په تالار کې د سمنګان ولایت له امارتي چارواکو سره وکتل.
 په دې ناسته کې د سمنګان والي مولوی عبدالاحدفضلي، د امنیې قومندان، د استخباراتو رییس او ددې ولایت د دولتي اداراتو رییسان شتون درلود.
دکرنې وزیر حاضرینو ته د امارت د رهبرۍ پیغام ابلاغ کړل او زیاته یې کړه: «د کرنې او مالدارۍ پراختیا ته ژمن یو، امارت هلې ځلې کوي، چې خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي او د خلکو ژوند ورسره ښه شي، سمنګان د افغانستان له بډایو ولایتونو څخه دی، له بومي پانګو څخه یې کولای شو، چې ښه ګټه پورته کړو، د ډبرو سکرو کان شتون، مناسبه خاوره او هوا او ډېرې اوبه هغه پانګې دي، چې کولای شو ترې ګټه پورته کړو او ددې ولایت دخلکو ژوند بدل کړي.»
وروسته د سمنګان ولایت یوشمېر رییسانو خبرې وکړې او خپلې ستونزې او طرحې مطرح کړل.
دکرنې وزیر هم وویل هرڅه چې ددې وزارت په توان کې دي، پرې کار کوي او لویې ستونزې د امارت مشرانو ته رسوې، چې ستونزو ته پاملرنه وکړي او یادې ادارې ته امکانات په واک کې ورکړي.

دیدار با مسوولان محلی ولایت سمنگان
۱۰ جدی ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان‌ سفرهای ولایتی این بار به ولایت سمنگان رفت و در تالار ساختمان ولایت با مسوولان امارتی سمنگان دیدار کرد.
این نشت با اشتراک مولوی عبدالاحدفضلی والی سمنگان، قوماندان امنیه، رئیس استخبارات و روساء ادارات دولتی این ولایت دایر شد.
وزیر زراعت پیام رهبری امارت را به حاضرین ابلاغ کرده و در ادامه گفت:" مصمم برای انکشاف زراعت و مالداری می‌باشیم، امارت تمام سعی و تلاشش را می‌کند تا به مردم خدمت کند و زندگی مردم بهبود یابد، سمنگان از ولایت‌های غنی افغانستان می‌باشد از سرمایه‌های بومی آن میتوان استفاده خوب کرد، موجودیت معدن زغال سنگ، خاک و هوای مناسب و آب فراوان داشته‌هایی اند که میتوان از آن استفاده کرد و زندگی مردم این ولایت را دگرگون ساخت".
بعد  از آن شماری از روساء صحبت نموده مشکلات و نیازمندی‌های خویش را مطرح ساختند. وزیر زراعت هم گفت که آنچه در امکانات وزارت زراعت می‌باشد به آن رسیدگی می‌کند و آنچه را در دسترس نداشته باشد به رهبری امارت می‌رساند تا به آن توجه صورت گیرد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس سره وکتل

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ا مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۳۱
Background image

کرنې وزارت کې د سروي کدستر بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په چوکاټ کې د سروي کدستر اړوندو«ان.ټي.اې» بستونو لپاره ازموینه ترسره شوه.
په دې ازموینه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

خوست کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د غنمو د حاصلاتو د لوړولو او د معیاري. . .

بازگشت