د سرپل له والي سره د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۰:۳۱
د سرپل له والي سره د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنيکي پلاوي چې د کرنې وزارت د کاري لومړيتوبونو د تشریح او د تطبيق په برخه کې د همکارۍ د جلب په موخه سرپل ولايت ته سفر کړى ؤ، د سرپل له والي مولوي محمد يعقوب عبدالرحمن اکه سره وکتل.
دغه غونډه چې د سرپل د والي په دفتر کې دائره شوې وه، د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي او د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین د سرپل له والي سره د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د معیاري کولو په موخه د کرنې وزارت د برنامو په اړه خبرې وکړې او په نخي بوجیو کې د پنبې حاصلاتو د راټولولو په برخه کې د سرپل ولایت له چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
دغه راز ښاغلي خوګیاڼي د کرنې وزارت د کاري لومړیتوبونو په اړه د سرپل والي ته معلومات ورکړل او د سرپل له والي څخه یې وغوښتل، چې د دې ولایت له ولسوالانو او امنیه قوماندانانو سره ګډه ناسته وکړي او دغه موضوع له دوی سره شریکه کړي.
دغه راز د سرپل والي مولوي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه د کرنې وزارت د پروګرامونو هرکلۍ وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د کرنې وزارت د پروګرامونو د تطبیق په برخه کې به لازمه همکاري وکړي.

دیدار هیئت وزارت زراعت با والی سرپل
۳ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئت تخنیکی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که به منظور تشریح و جلب همکاری در تطبیق  اولویت‌های کاری وزارت زراعت به ولایت سرپل سفر کرده بودند با مولوی محمد یعقوب عبدالرحمان اکه والی سرپل دیدار کردند.
این دیدار در دفتر والی سرپل صورت گرفت  میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت و مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت  پیرامون انکشاف زراعت، مالداری و آبیاری با والی سرپل بحث و گفتگو کردند.
در این دیدار میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت از برنامه‌های وزارت زراعت جهت معیاری سازی محصولات زراعت و مالداری کشور سخن زده  و خواستار همکاری مقام ولایت سرپل در بخش جمع آوری و برداشت حاصلات پنبه  در خریطه‌های نخی از سوی دهاقین سرپل شد. 
همچنان آقای خوگیانی  در مورد اولویت‌های کاری وزارت زراعت به والی سرپل معلومات داد از والی سرپل خواست که با ولسوالان و قوماندان‌های امنیت نشست مشترک دایر کند و این موضوع را به آن ها شریک کند.
در ادامه مولوی محمد یعقوب عبدالرحمان اکه  والی سرپل از برنامه‌های وزارت زراعت استقبال کرده  اطمینان داد که که همکاری لازم را جهت تطبیق برنامه های وزارت زراعت انجام می‌دهد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت