د زردالو ځنځیري ارزښت په موخه جوړه شوې ورکشاپ پای ته ورسېد
۲ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د کرنیزو چارو کارکوونکو ته د زردالو ځنځیري ارزښت په موخه دوه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د چارواکو په خبره په دې ورکشاپ د پکتیا، غزنې او لوګر ولایتونو د کرنیزو چارو ۶۰ تنه کارکوونکي ګډون درلود.
ددې ورکشاپ موخه د زردالو د ځنځیري ارزښت په برخه کې د ګډونوالو وړتیالوړول او په یادو ولایتونو کې د بڼوالۍ کار وبار ته پراختیا ورکول دي.