د زابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۰:۳
د زابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

  د زابل  ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د غصب شویو ځمکو اړوند پنځه لسمه غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د زابل ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوې وه په کې د زابل دکرنېرییس مولوي عطاء الله راشد، د عدلیې رییس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل، د ښارجوړونې رییس ملا دادګل مسلم، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي عبدالوکیل خادم، د ارشاد حج او اوقافو رییس مولوي محمد اسلام واسع، د څارنوالۍ رییس مولوي عبدالقادر طه، د یاد ولایت ښاروال مولوي لطف الله لطيفي، د ولایت مستوفي مولوي نور الحسن محسن، د امینه قومندانۍ مرستیال مولوی موسی کلیم ابونصر او د امارت د قضایاوو آمر مولوي محمدي محمدي ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې د شاجوی ولسوالی د غلام رباط په سیمه کې ۸۰۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه او مسؤلینو ته یې د حفاظت امر وشوه، دغه راز  په مرکز قلات کې د حاجي قدرت الله د کارون سرای په اړه چې د مرکز  څخه کوم مکتوب راغلی وه خبرې وشوې، همداراز د شهری صفاء ولسوالی کې  د یادی ولسوالی د مرکز  ځمکه چې ۷۷ جریبه ده د ملکی خلکو ورباندې  دعوا وه تثبیت لپاره يې هئیت وټاکل شوه.
په دې غونډه کې دغه راز د غونډې ګډونوالو په خپل وار سره خپل نظرونه او وړاندېزونه شریک کړل.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت