د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي ګډون

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۹:۵۲
د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي ګډون


۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د اسلامي امارت له یوه لوړپوړي پلاوي سره، د روسیې د ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس او نندارتون کې، چې د سنت‌پترزبورګ په ښار کې ترسره کېږي، ګډون وکړ.
یاد پلاوي د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۲۶مه نېټه روسیې ته سفر وکړ، چې پکې د کرنې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو لوړ پوړي چارواکي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي او ځیني افغان سوداګر او پانګه‌وال شامل وو. د پلاوي په ترکیب کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال ډاکتر عبداللطیف نظري او د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مهمند هم شامل وو.
د روسیې اقتصادي کنفرانس، چې د جون له ۱۸مې تر ۲۱مې پورې د سنت‌پترزبورګ په ښار کې ترسره کېږي، د نړۍ له ۱۴۰ هېوادونو څخه د استازو په ګډون، د اقتصاد په برخه کې له مهمو نړۍوالو ناستو څخه ګڼل کېږي.
په دې کنفرانس کې پر مهمو موضوعاتو لکه اقتصاد، چاپېریال، کرنې، سوداګرۍ، صنعت، پانګونې او د تجاربو تبادلې تمرکز شوی دی. ټاکل شوې ده، چې د دې کنفرانس پر مهال، د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د اسلامي امارت لیدلوري او اقتصادي پراختیایي پروګرامونه له نړۍوالو ګډونوالو سره شریک کړي.
د افغانستان د پلاوي فعال ګډون په دې کنفرانس کې، د اقتصادي اړیکو پراخولو، د پانګونې فرصتونو د معرفي، او په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه کرنه، صنعت، سوداګري او دوامداره پراختیا کې د نړۍوالو همکاریو د راجلبولو په برخه کې یو اغېزناک ګام ګڼل کېږي.

اشتراک هیئت امارت اسلامی افغانستان در کنفرانس اقتصادی ۲۰۲۵ روسیه
۲۸ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در رأس یک هیئت عالی‌رتبه از امارت اسلامی افغانستان در کنفرانس و نمایشگاه اقتصادی ۲۰۲۵ روسیه که در شهر سنت‌پترزبورگ برگزار گردیده، اشتراک نمود.
این هیئت که به تاریخ ۲۶ جوزا ۱۴۰۴ عازم کشور روسیه شد، متشکل از مسوولان ارشد وزارت‌های زراعت، اقتصاد، صنعت و تجارت، نمایندگان اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان و شماری از تاجران و سرمایه‌گذاران افغان بود. در ترکیب این هیئت، مولوی احمدالله زاهد معین وزارت صنعت و تجارت، دکتور عبداللطیف نظری معین تخنیکی وزارت اقتصاد و محمد یونس مهمند معاون اتاق تجارت نیز حضور داشتند.
کنفرانس اقتصادی ۲۰۲۵ روسیه که از تاریخ ۱۸ الی ۲۱ جون در سنت‌پترزبورگ برگزار می‌شود، یکی از بزرگ‌ترین نشست‌های بین‌المللی در عرصه اقتصاد به شمار می‌رود که با حضور نمایندگانی از بیش از ۱۴۰ کشور جهان، برگزار شده است.
این کنفرانس روی موضوعات مهمی چون اقتصاد، محیط زیست، زراعت، تجارت، صنعت، سرمایه‌گذاری و تبادل تجارب تمرکز دارد. قرار است در جریان این رویداد، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت افغانستان، دیدگاه‌ها و برنامه‌های امارت اسلامی را در حوزه زراعت و توسعه اقتصادی با اشتراک‌کنندگان بین‌المللی در میان بگذارد.
اشتراک فعال هیئت افغانستان در این کنفرانس، گامی مؤثر در راستای گسترش روابط اقتصادی، معرفی فرصت‌های سرمایه‌گذاری و جلب همکاری‌های جهانی در بخش‌های مختلف از جمله زراعت، صنعت، تجارت و توسعه پایدار تلقی می‌شود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل ولایت د للندر (شاتوت) د اوبو بند لاندې د ځمکو د استملاک او بیې ایښودنې چارې په چټکۍ روانې دي


‏۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق‏
‏د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ریاست اړوند د ارزونې، استملاک او بیامېشتدنې ریاست د تخنیکي ټیمونو لخوا د کابل ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۳۱
Background image

فراه کې د شنوخونو د مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د «واسا» مؤسسې په همکارۍ، د شنوخونو د مدیریت په برخه کې ۸۰ تنو ته پنځه ورځنۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

لغمان کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکتوري غونډه ترسره شوه


۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، په دې ولایت کې د سکتوري ادارو او ټولو هغو مؤسسو د استازو په ګډون سکتوري غونډه ترسره. . .

بازگشت