د رنجوڼ غره د اورلګېدنې مهارولو په پار د لغمان دکرنې ریاست هڅې 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۱:۷
د رنجوڼ غره د اورلګېدنې مهارولو په پار د لغمان دکرنې ریاست هڅې 

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د لغمان ولایت د رنجوڼ غره په ځنګل کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده، چې د یادې اور لګېدنې رامنځته کېدو سره سم د کرنې ریاست مسؤلین پر وخت سیمې ته ورسېدل او د لا زیات تکثیر مخنیوی په پار یې اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن، د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس قاري خیر محمد غازي او د سیندیزې حوزې رییس مولوی شېرجان راشدي د اور  لګيدنې سيمي ته لاړل او د اورلګېدنې د مهارولو په پار یې ولسونه منسجم کړل.
رنجوڼ غر چې له نورستان او دولت شاه ولسوالی سره وصل غر دی،  یاد غر په جلغوزيو، نښترو، چهارمغزو او ډول ډول څېړيو پوښل شوی دی.
د لغمان دکرنې ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د طبیعي ځنګلونو په ساتنه او پالنه کې خپل اسلامي او انساني مسوولیت ادا کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت