د دښت ارچې ولسوالی د څړځایونو ستونزې هوارېږي

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۰:۸
د دښت ارچې ولسوالی د څړځایونو ستونزې هوارېږي

د کرني، اوبولګولو او مالداري وزارت راستول شوي پلاوی د کندز ولايت د دښت ارچي ولسوالی څړځایونو څخه ليدنه وکړه.
د وزارت مقام راستول شوي پلاوی د مولوي مفتي ذاکر الله د مالدارۍ او څارويو روغتيايي لوی رییس او خپل کاري ټيم سره د کندز ولايت د دښت ارچي ولسوالی د څړځایونو سیمو څخه ليدنه وکړه. 
د وزارت راستول شوي پلاوی د ستونزو او ننګونو د ارزونې لپاره د ټاکل شویو سيمو څخه د اړوند مسولينو او خلکو سره وليده او يادې سیمې یې له نږدې وليدل او د خلکو ستونزې او نظريات یې تشخيص او د سیمې خلکو سره یې ژمنه کړه چې د دوی ستونزو ته به رسېدنه ووشي.
د يادولو وړ دي چي د اراضي تخنيکي آمر، د طبيعي زېرمو آمر، د دښت ارچي د کرنې مدير او ځيني مسولين هم له دې پلاوي سره په دې لیدنه کې حضور درلود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت