د دوو داخلي شرکتونو لپاره د ۲۶۴ میلیونه افغانیو اسلامي پور منظوري ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۲:۲۸
د دوو داخلي شرکتونو لپاره د ۲۶۴ میلیونه افغانیو اسلامي پور منظوري ورکړل شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې پراختيا مالي صندوق له لوري دوو داخلي شرکتونو ته د ۲۶۴ میلیونه افغانیو اسلامي پور (مرابحې) د ورکړې منظوري ورکړل شوه.  
د دې موضوع په اړه ځانګړې غونډه د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د کرنې پراختيا مالي صندوق د رئیس انجینر عبدالغفور غفاري په ګډون ترسره شوه.  
په دې ناسته کې، د مقتدر افغانستان شرکت او زرین بخت خوراکي صنایعو شرکت غوښتنلیکونه د کرنې پراختيا مالي صندوق رئیس د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره شریک کړل، چې له ارزونې وروسته تأیید شول.


پرداخت ۲۶۴ میلیون افغانی قرضه اسلامی برای دو شرکت داخلی منظور شد
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  پرداخت ۲۶۴ میلیون افغانی به شکل قرضه اسلامی (مرابحه) برای دو شرکت داخلی از سوی صندوق انکشاف وجهی انکشاف زراعتی منظور کرده است.
جلسه‌ای به این منظور تحت سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری این وزارت، و با حضور انجینر عبدالغفور غفاری، رئیس صندوق انکشاف زراعت و مالداری، برگزار شد.
در این نشست، درخواست شرکت مقتدر افغانستان و شرکت صنایع غذایی زرین بخت از سوی رئیس صندوق انکشاف زراعت و مالداری به معین زراعت و مالداری ارائه شد و پس از بررسی مورد تأیید قرار گرفت.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت