د دوه اړخیزو عملي کارونو د پیل په موخه له ایراني پلاوي سره د کرنې وزارت د چارواکو غونډه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۹:۵۵
د دوه اړخیزو عملي کارونو د پیل په موخه له ایراني پلاوي سره د کرنې وزارت د چارواکو غونډه

د کرنې مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي پلاوي او د دغه وزارت تخنیکي رییسانو د ایران اسلامي جمهوریت له پلاوي سره وکتل او په ترڅ کې یې د دوه اړخیزو عملي کارونو د پیل په موخه  خبرې وکړې. 
دغه غونډه، چې نن د کابل ښار د کابل سټار په هوټل کې دائره شوې وه، د دواړو لورو مسلکي ټیمونه مشخص شول، ترڅو د مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې، روزنې، ترویج، سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، ایراني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو حکومتونو د کار په اهمیت یې خبرې وکړې:«د ایران د دولت او پانګوالو له پاملرنې او لېوالتیا څخه مننه کوو چې له افغانستان سره کار کوي، د افغانستان اسلامي امارت هم لېواله دی، چې له ګاونډیانو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره کار وکړي، ترڅو دوی راشي او په افغانستان کې کار او پانګونه وکړي، موږ همکاریو ته چمتو یو او په دې هېواد کې د پانګونې او کار کولو فرصتونه شتون لري. امنیت، کاري ځواک، د اوبو زیاتې زېرمې، حاصلخیزه خاوره، مناسب اقلیم، د فساد نشتوالی او له هر هېواد سره د حکومت همکارۍ شتون لري، ترڅو راشي د دواړو دولتونو د اصولو او معیارونو پر بنسټ کار وکړي.»
وروسته د دواړو لورو له خوا په بېلابېلو څانګو کې مشخصې کاري کمېټې وګمارل شوې تر څو په مشخصو موضوعاتو خبرې وکړي او د عملي کارونو په اړه اقدام وکړي.
د ایراني پلاوي په ترکیب کې د ایران دکرنې جهاد وزارت مرستیال ډاکټر سید مجتبی نوروزي او د ایران د مالدارۍ مشرې مېرمن مریم جلیلي، د ایران  او ایران دکرنې جهاد وزارت د نباتاتو د ساتنې د ادارې مشر مقدم، د خراسان رضوي ولایت د کرنې جهاد د ادارې مشر غلام رضا قنبري، د جنوبي خراسان د کرنې جهاد ادارې رییس مهدي جعفري او د افغانستان په چارو کې د ایران اسلامي جمهوریت ولس مشر ځانکړی اقتصادي استازی محمد مهدي جوان مرد قصاب  شامل دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت پلاوی او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین به د کار له بشپړیدو وروسته د دوه اړخیزو همکاریو د عملی کولو لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د عملی میتود د چمتو کولو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړی، چې د دې کړن لارې له بشپړېدو وروسته به د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ په عملي بڼه پیل شي.

نشست مسوولان وزارت زراعت با هیئت ایرانی پیرامون آغاز کارهای عملی دو جانبه

هیئت تخنیکی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تحت سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری  و روساء تخنیکی این وزارت نشستی را با هیئت اعزامی جمهوری اسلامی ایران دایر نموده و در آن پیرامون آغاز عملی همکاری‌های دو جانبه بحث کردند.
این نشست امروز در هوتل کابل استار شهر کابل صورت گرفت و در آن تیم‌های مسلکی از هر دو طرف مشخص گردیدند تا در بخش‌ همکاری‌های دوجانبه در زمینه‌های مالداری، باغداری، تحقیقات، آموزش، ترویج، تجارت، صادرات و واردات و سرمایه‌ها گذاری در بخش‌های مختلف زراعت و مالداری صحبت نمایند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری هیئت ایرانی را خوش آمدید گفت و در مورد اهمیت کار دو دولت سخن گفت:" از توجه و علاقه‌مندی حکومت و سرمایه‌گذاران ایرانی سپاسگزاریم که با افغانستان کار می‌نمایند، امارت اسلامی افغانستان نیز مشتاق کار با تمام همسایه‌ها و کشورهای جهان می‌باشد تا بیایند به افغانستان کار و سرمایه‌گذاری نمایند، آماده همکاری می‌باشیم و فرصت‌های سرمایه‌گذاری و کار در این ملک موجود است، امنیت، نیروی بشری، آب فراوان، خاک حاصلخیز اقلیم مساعد، نبود فساد و همکاری حکومتی با هر کشور می‌باشد تا بیایند بر اساس اصول و معیارهای دو دولت کار نمایند".
بعدا کمیته‌های کاری مشخص در بخش‌های مختلف از هر دو جانب تعین گردید تا پیرامون موضوعات مشخص شده بحث نموده و روی کار‌های عملی اقدام صورت گیرد.
در ترکیب هیئت ایرانی دکتر سید مجتبی نوروزی معاون وزیر جهاد کشاورزی و رئیس سازمان دامپزشکی ایران، خانم مریم جلیلی مقدم سرپرست سازمان حفظ نباتات وزارت جهاد و کشاورزی ایران، غلام‌ رضا قنبری رئیس سازمان جهاد و کشاوزی استان خراسان رضوی،  مهدی جعفری رئیس سازمان جهاد و کشاورزی استان خراسان جنوبی و محمد مهدی جوان ‌مرد قصاب مشاور اقتصادی نماینده ویژه رئیس جمهور اسلامی ایران در امور افغانستان حضور دارند.
 قرار است هیئت جمهوری اسلامی ایران و مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون تهیه کارشیوه عملی انجام همکاری های دو کشور بحث و تبادل نظر نمایند که پس از نهای شدن کار شیوه بر اساس آن همکاری های دو جانبه در بخش‌های مختلف زراعت، مالداری و آبیاری به گونه عملی آغاز خواهد شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

بازگشت