د خوندي شویو سیمو مدیریت او عوایدو راټولولو طرحه د نظر غوښتنې په پار وړاندې شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۰:۵۹
د خوندي شویو سیمو مدیریت او عوایدو راټولولو طرحه د نظر غوښتنې په پار وړاندې شوه

۵ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، عدلیې، اطلاعاتو او فرهنګ، له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارتونو او د چاپېریال ساتنې ریاست د مسوولینو په حضور کې له خوندي شویو سیمو څخه د عوایدو د تنظیم او راټولولو د طرحې په اړه د نظرغوښتنې په موخه غونډه دائره شوه.
دغه غونډه چې د افغانستان له خوندي شویو سیمو څخه د عوایدو د تنظیم او راټولولو د طرحې په اړه د نظر پوښتنې په موخه جوړه شوې وه، د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالحکیم حیدر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، ادارې او ګرځندوی مرستیال مولوی سعدالدین سعید، د چاپېریال ساتنې مرستیال او له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت مسوولینو ته د خوندي شویو سیمو طرحه وړاندې شوه.
په دې غونډه کې د دغه طرحې مادې د غونډې غړو ته ولوستل شوې او حاضرینو د دغه پلان د غني کولو په اړه خپل نظریات شریک کړل.

طرح مدیریت و جمع‌‎آوری عواید از ساحات حفاظت شده غرض نظر خواهی ارییه شد 
۵ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
 جلسه‌ی غرض نظر خواهی پیرامون پیش نویس طرح مدیریت و جمع آوری عواید از ساحات حفاظت شده با حضور مسوولان وزارت‌های زراعت، آبیاری و مالداری، عدلیه، اطلاعات و فرهنگ، مبارزه با حوادث و ریاست حفاظت از محیط زیست برگزار شد.
این جلسه که غرض نظرخواهی پیرامون  پیش نویس طرح مدیریت و جمع‌‎آوری عواید از ساحات حفاظت شده افغانستان برگزار شده بود در آن طرح متذکره به مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، مولوی عبدالکریم حیدر معین مسلکی وزارت عدلیه، مولوی سعدالدین سعید معین مالی، اداری و گرځندوی وزارت اطلاعات و فرهنگ، معین ریاست حفاظت محیط زیست و مسوولان وزارت مبارزه با حوادث شریک ساخته شد.
در این جلسه ماده‌های پیش نویس طرح ترتیب شده به اعضای مجلس به خوانش گرفته شد و حاضران نظریات خویش را پیرامون غنی‌سازی این طرح شریک ساختند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت