د خوست ګربزو ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار د ژمني تېلو استعمال چارې پیل شوې

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۱۸
د خوست ګربزو ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار د ژمني تېلو استعمال چارې پیل شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ګربزو ولسوالی ترویج مدیریت کارکوونکو له لورې د ګربزو ولسوالی په بڼونو کې د ژمني تېلو استعمال چارې پیل شوي. د ګربزو ولسوالی د ترویج مسؤلینو په وینا دوی هڅه کوي د بڼونو ساتني او ناروغیو مخنیوي په موخه د ژمني تېلو استعمال چارې د ګربزو ولسوالی په ټولو بڼونو کې تطبیق کړي، ترڅو په راتلوونکي کې بڼونه د ناروغیو د عاملینو د خطر څخه خوندې وساتل شي. دغه راز بڼوالو ته د ژمني تېلو استعمال، جوړولو، ارزښت او نورو برخو کې لازمې سپارښتنې هم وشوې.

همهاله بڼوالو ته په بڼونو کې د ښاخ برۍ، اوبو لګولو، هرزه وښو کنټرول، چونه کارۍ او نرم کارۍ په برخه کې روزنه هم ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۳
Background image

هېواد کې معیاري سړې خونې؛ د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازارموندنې مهمه اسانتیا

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي، د حاصلاتو د ساتنې، د بازار د اړتیا له مخې د محصولاتو د عرضه کولو او د بزګرانو د عوایدو د لوړولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱
Background image

پکتیا کې د بدیل معیشت د پیاوړتیا په موخه ۴۸ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز ووېشل شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت له لوري د زعفرانو د کښت د ترویج، د بزګرانو د عوایدو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱
Background image

د ننګرهار کرنې ریاست کې د عوایدو زیاتوالي په موخه غونډه ترسره شوه

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د عوایدو د زیاتوالي، د. . .

بازگشت