د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۱:۴۱
د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

۱ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولايت دکرنې ریاست سره د همکارو بنسټونو، مؤسسو او نهادونو سره سکټوري غونډه کې، پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د غونډې په پيل کې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدزمان عمري دتېر سکټوري غونډې د ورسپارل شویو اجرااتو لنډه کتنه وکړه، ورپسې دسکټوري غونډې د جوړولو پر اهمیت او هم دسکټوري غونډې پر بناُ د اړوند اداراتو او موسسا تو ترمنځ د ښې همغږۍ په جوړولو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «موږ او تاسو د هېواد او په ځانګړې توګه د خوست ولایت د پرمختګ، بیارغونې، زرغونتیا او سمسورتیا په موخه کار کوو، ترڅو هېواد مو د نورو له احتیاجه خلاص شي، په راتلونکې کې هم همداسې کلکه همغږۍ ولرئ، ځکه د ښې همغږۍ په صورت کې موږ او تاسو کولای شو، چې غوره چوپړتیاوې وړاندې کړو».
ښاغلی عمري د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې داسې پروژې پلي کړی، چې ولس ته یې بنیادي ګټه ورسېږي ترڅو  ولس ته د زیات وخت لپاره مصروفیت پیدا شي. 
هغه زیاته کړه: «راتلونکې لپاره د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې د سیمې خلکو سره سلا مشورې وکړئ او د دوی اړتیاوو ته په کتو اوږدمهاله، ارزښت لرونکي او بنسټيزې پروژې پلي کړئ».
مولوي محمد زمان عمري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له فعالو مؤسسو د بڼونو، چکډېمونو، کانالونه او سربندونه رغول او ترڅنګ یې د څارویو د نسل اصلاح او  نورو مثمرو پروژو  غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د مؤسسو استازو په خپل وارسره دکرنې،مالدارې، ځنګلونو او څړځايونو په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپور او خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت