د خوست ولایت کرنې رییس د یاد ریاست مرکزي بڼ څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۰:۵۶
د خوست ولایت کرنې رییس د یاد ریاست مرکزي بڼ څخه لیدنه وکړه 

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي شیر محمد ذبیح د کرنې ریاست متخصص او سلاکار بهیرګل صابري او د کرنیزو چارو آمر مولوي اسلم خان منیب په ملتیا د یاد ریاست له مرکزي بڼ څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د نویو جوړو شویو قوریو، بڼونو، څېړنیزو پلاټونو او د طبیعي سرچینو اړوند فعالیتونو ارزونه وشوه. نوموړي د بڼ نقشې تنظیم او د نویو میوه لرونکو او زینتي ونو او بوټو د قوریو جوړولو په برخه کې اړوندو آمریتونو ته لازمې سپارښتنې وکړې.  
هغه ټینګار وکړ چې د خوست ولایت د سمسورتیا او زرغون چاپېریال لپاره دې اړین تدابیر ونیول شي او د راتلونکو اقلیمي بدلونونو له احتمالي ناوړه اغېزو د مخنیوي په موخه دې لازم اقدامات ترسره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت