د خوست موسی خېلو کې لسګونو څارویو ته د چینجیو ضد واکسین پلي شو
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «او،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د موسی خېلو ولسوالی پر ۱۰۰ څارویو د چینجیو ضد واکسینونه پلي کړي دي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د یاد واکسین ددې ولایت د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د څارویو د ناروغیو مخنیوي په پار پلي شوي دي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم ددې ولایت د څارویو د خوندیتوب او مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په پآر لسګونه پروژې پلي شوي دي.