د خوست موسی‌خیلو ولسوالی کې پر مستحقو کورنیو د ۶۰۰ اوښ‌مارغو وېش لړۍ ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۲۹
د خوست موسی‌خیلو ولسوالی کې پر مستحقو کورنیو د ۶۰۰ اوښ‌مارغو وېش لړۍ ترسره شوه

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې او د افغان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ، په موسی‌خیلو ولسوالۍ کې د مالدارۍ د پیاوړتیا او د کورنیو د عوایدو لوړولو په موخه پر مستحقو کورنیو د اوښ‌مارغو د وېش پروسه عملي شوه.
یاده پروسه د موسی‌خیلو ولسوالۍ د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې، د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت د ډاکټر محمد ایوب خاورین په حضور کې، د افغان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ د یادې ولسوالۍ د شپږو کلیو (بچی‌کوټ، هواس‌کهول، شیرخۍ، بابتي، مني‌خېل او میوه‌کهول) په کچه ترسره شوه.
په دې لړۍ کې ټولټال ۶۰۰ اوښ‌مارغه د ۴۰ مستحقو کورنیو ترمنځ ووېشل شول، چې هرې کورنۍ ته ۱۳ ښځینه او ۲ نارینه اوښ‌مارغه وسپارل شول.
همدارنګه، وېشل شوي اوښ‌مارغه د درې ورځو لپاره د قرنطین تر څارنې لاندې ونیول شول او مستحقو کورنیو ته د اوښ‌مارغو د سمې ساتنې، مناسب خوراک، پاکو اوبو، دانې او حفظ‌الصحې په برخه کې لازمې او عملي سپارښتنې وشوې، تر څو د ناروغیو مخنیوی وشي او د تولید کچه لوړه شي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري ټینګار کوي، چې د مالدارانو د ملاتړ، د هغوی د عوایدو لوړولو او د اقتصادي پیاوړتیا په موخه به خپلې همکارۍ او خدمتونه لا پراخ کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت