د خوست د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې کمېټې د تڼیو او نادرشاه کوټ ولسوالیو ته سفر وکړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۲:۴۶
د خوست د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې کمېټې د تڼیو او نادرشاه کوټ ولسوالیو ته سفر وکړ

۱۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې کمېټې غړیو، د کمېټې د رییس په شمول، د قلندر او موسی خېلو ولسوالیو له سفر وروسته، تڼیو او نادرشاه کوټ ولسوالیو ته سفر وکړ. د کمېټې لومړنی سفر تڼیو ولسوالۍ ته وو، چې پکې د ولسوالۍ د ولسوال او ګڼو قومي مشرانو ترڅنګ د ولسوالۍ ملکي او نظامي کارکوونکي هم حاضر وو.
په تڼیو ولسوالۍ کې د کرنې رییس د غونډې ګډونوالو ته د کمېټې موخې او د ځنګلونو ارزښت په اړه تفصیلي خبرې وکړې. ورپسې قومي مشرانو په خپل وار خبرې وکړې او د خپلې سیمې ستونزې یې له کمېټې سره شریکې کړې.  
له دې وروسته کمېټې نادرشاه کوټ ولسوالۍ ته سفر وکړ، چې پکې د ولسوالۍ ټول قومي مشران او د ولسوال صاحب په ګډون ګڼ مشران او کارکوونکي موجود وو. د خوست د کرنې او مالدارۍ رئیس د کمېټې د سفر موخې او د ځنګلونو د ساتنې او بیا رغونې اړوند پلانونه له خلکو سره شریک کړل. قومي مشرانو د کمېټې غړیو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خپلو سیمو ستونزې او غوښتنې بیان کړې.
د دواړو ولسوالیو قومي مشرانو او علماؤ کرامو کمېټې ته ډاډ ورکړ چې د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې په برخه کې به په پوره ژمنتیا همکاري کوي. د سفر په پای کې کمېټې د شنمباوت د لرګیو لویې اډې څخه هم لیدنه وکړه، چې له درې زره خرواره څخه زیات د ځنګل لرګي پکې موجود وو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت