د خوست د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو دبېرته راګرځولو پلاوی ددې ولایت والي سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۱:۲۵
د خوست د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو دبېرته راګرځولو پلاوی ددې ولایت والي سره وکتل

۳ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۳۰ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د خوست ولایت والي سره د ده د کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د یاد پلاوي له خوا د خوست والي ته د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي د کړنو راپور وړاندې شو.
په همدې حال کې د خوست والي، یاد تخنیکي پلاوي سره د هرراز همکاریو ژمنه وکړه او دوی ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.
په دې غونډه کې دغه راز پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې او ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت