د خوست دکرنې ریاست؛ د عشر راټولولو په اړه د مرکز متون قومي مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۲
د خوست دکرنې ریاست؛ د عشر راټولولو په اړه د مرکز متون قومي مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات د راټولولو او تنظیم مسؤولینو د مرکز اړوند متون قومي مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دغه د همغږۍ ناسته کې د عشر راټولولو او ګزارشاتو تنظیم آمر مولوي اظهار الدین ابونصر، د ترغیبي عبوري او اموال مواشي زکات جمع‌اوري آمر مولوي حفیظ الله نثار، د عشر/زکات عوایدو تنظیم او محاسبې آمر قاري سید مرجان خالد او د عشر کارپوه عبدالمجید منیب ګډون کړی و.
ناسته د عشر او زکات راټولولو بهیر د لا ښه تنظیم او همغږۍ لپاره ترسره شوه. مسؤولینو د قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه، چې د عشر عاملینو سره د عشر په راټولولو کې بشپړه همکاري وکړي او د حاصلاتو شرعي سهم (نیمایي عشر) په خپل وخت سره عاملینو ته وسپاري.
قومي مشرانو د ریاست له مسؤلینو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې د عشر ټول بهیر په سمون او شفافیت کې به لازم ملاتړ کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت