د خوست تڼیو کې ۱۸۰مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش وشو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۰:۵۵
د خوست تڼیو کې ۱۸۰مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش وشو

۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چوکاټ لاندې د تڼیو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت د«ان،اې،سي» مووسسې په همکارۍ په تڼیو ولسوالۍ کې ۱۸۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشلې.
د دې وېش موخه د بزګرانو د حاصلاتو لوړوالی او کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ده. چارواکي وايي چې د اصلاح شويو تخمونو وېش به د بزګرانو په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راولي او د حاصلاتو کیفیت به لوړ کړي. 
د «ان،اې،سي» مووسسه، چې د کرنیزو پروژو په برخه کې کار کوي، په دې سیمه کې له کروندګرو سره د همکارۍ لپاره ژمنه ده او د یادو مرستو د دوام یادونه کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

بازگشت