د خوست باک ولسوالی کې د کبانو او چرګانو فارمونو څخه لیدنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲۱
د خوست باک ولسوالی کې د کبانو او چرګانو فارمونو څخه لیدنه وشوه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا مدیریت پلاوی ددې ولایت د باک په ولسوالی کې د کبانو او چرګانو له شته فارمونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د یادو فارمونو چارواکو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې لېدنې په ترڅ کې د فارمونو مسوولینو ته د چرګانو او کبانو د تغذیې او خوراکي توکو برابرولو په هکله اړینې سپاښتنې شوې.
په همدې حال د یادو فارمونو مسوولین د خوست دکرنې ریاست له چارواکو څخه د کبانو او چرګانو د خوراکي توکو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې دوی ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
خوست یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د کبانو او چرګانو ډېر فارمونه فعال شوي دي، په همدې موخه دخوست د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې ددې ولایت د فارملرونکو ستونزې هوارې او په دې ولایت کې د مالدارۍ صنعت ودې او پراختیا ته زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت