د خوست اسمعیل خېلو او مندوزیو کې لسګونه بزګران روزل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۹:۵۹
د خوست اسمعیل خېلو او مندوزیو کې لسګونه بزګران روزل کېږي

۱۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګوبو او مالدارۍ ریاست افغانستان لپار د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ د سمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی یوشمېر بزګرانو ته د غنمو کروندو جوړول او تنظیم، د ځمکې خړوبول، د ناروغیو او افتونو کنټرول او مخنیوی، د حاصل راټولولو لاروچارو، د کیمیاوي سرو او درمل شېدنې په برخه کې روزنه ورکوي.
د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی د کرنې مسؤلینو وایي، چې دغه روزنیز پروګرام به ددې سیمې د بزګرانو  په کروندو کې شته ستونزي حل کړي، په حاصلاتو کې یې زیاتوالي راشي، په کمو اوبو سره زیاته ځمکه خړوبه کړي او ترڅنګ حفظ الصح ته ځانګړي پاملرنه وکړي.  
د خوست ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت