د خوست اسمعیل خېلو اومندوزیو کې د کانالونو او ورخونو جوړولو پروژو څخه څارنه وشوه
٢۳ تله ۱۴۰۳ه.ش
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبولګولو د کانالونو او ورخونو رغنیزې چارې روانې دي، چې ډېر ژر به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د چارواکو په خبره دغه پروژې د «اې،ډي،اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ پلي کېږي، چې په جوړېدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه او د بزګرانو یوشمېر ستونزې به هم ورسره حل شي.
ددغو پروژو د پلي کولوموخه د اوبولګولو په برخه کې د بزګرانو د ستونزو حلولو او په ټوله کې د ابو مدیریت ښودل شوی دی.