د ختیځ زون د سیمه ییزو بڼوالو اومخکښو بزګرانو د روزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل شو

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۳:۵
د ختیځ زون د سیمه ییزو بڼوالو اومخکښو بزګرانو د روزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل شو

۱ سلواغه ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو سیمه ییزو بڼوالو او مخکښو بزګرانو لپاره دروزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل شو. دغه لړۍ په ننګرهار کې د ختیځ زون د سیمه ییزو بڼوالو او مخکښو بزګرانو لپاره د بڼوالۍ د سیمه ییز ښوونځیو په تړاو په درې ورځنۍ روزنیز پروګرام سره پیل شوی دی.
ددې روزنیز پروګرام د پیل په غونډه کې، چې د ننګرهار د کرنې په ریاست کې په لاره اچول شوې وه د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي، د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې مسوول رحمت ګل سیرت او یو شمېر اړوندو چارواکو برخه اخیستې وه.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي په خپلو خبرو کې د بڼوالۍ په برخه کې د پرمختګ او ستونزو د حل په برخه کې دا ډول پروګرامونه خورا ګټور وبلل.

په ورته وخت کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې مسوول، رحمت ګل سیرت په خپلو خبرو کې دا ډول روزنیز پروګرامونه د بڼوالو او بزګرانو د وړتیا لوړولو، ښو چوپړونو وړاندې کولو او د بڼوالۍ په برخه کې د ولسونو د ستونزو هوارولو په برخه کې خورا اړین وبلل او زیاته یې کړه، چې ددې روزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل شوې ده او هره میاشت به یې یوه برخه پلي کیږي.

ددې روزنیزو پروګرامونو موخه د بڼوالو او بزګرانو ملاتړ او د دوی د حاصلاتو زیاتولو او عوایدو لوړلو په پار هلې ځلې دي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۴:۷
Background image

د کرنیزو محصولاتو په پسرلني نندارتون کې د کرنې په سکتور کې د فعالو بنسټونو ګډون

د کرنیزو محصولاتو پسرلنی نندارتون «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول، د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» تر شعار لاندې روان کال د غويي میاشتې له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۴:۱
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «ټي،‌ام،آی» دفتر چاراکو سره وکتل


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي عثماني د «ټي،‌ام،آی» دفتر له عملیاتي مسوول محمد حامد امیري او دیاد دفتر یو شمېر نورو مسوولینو سره د مالدارۍ د فارمونو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د "آغا خان بنسټ" له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د "آغا خان بنسټ" له مسوولینو سره وکتل او د بادام باغ په ملي نندارتون کې یې د ګډون په اړه خبرې اترې وکړې. . .

بازگشت