د حصارک سېلاب ځپلو سره د مرستې په پار ټینګار

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۲ - ۱۶:۹
د حصارک سېلاب ځپلو سره د مرستې په پار ټینګار

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د حصارک ولسوالی په یولسو کلیو کې سېلابونو بزګرانو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د چارواکو په خبره د حصارک ولسوالی په غوږیزي،  څپلي ژور،  سردارخېل،  علي شیر،  کبلو کڅ،  خنګي کلي،  منه خېل،  سرو کلي،  رود ظریف خېل،  رود ناور او رود اسیاب کې ۲۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب او د غنمو، آلوګانو او لوبیا فصلونه یې له منځه وړي .
دغه راز ۱۴ کانالونه او ۳۰  د اوبو سربندونه هم په بشپړ ډول له مینځه تللي دي،  او هغه فصلونه چې د ددی سربندونو او ويالو په وسیله اوبه کیدلې د سربندونو ویجاړیدو له کبله د منځه تلو په حال کې دي. 
په ورته وخت کې د ننګرهار د حصارک ولسوالی د خنګي کلي کې دوه تنو ژوند بایللي چې یوه یې نارینه او بله ښخینه پکي هم شامله ده .
د ننګرهار دکرنې ریاست دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د فعالو مؤسسو له مسوولینو غوښتنه کړې، چې ددې ولایت له سېلاب ځپلو سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.
په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې سېلابونه د مالي او ځاني زیانونو لامل شوي دي. د ا.ا.ا امارت په ځانګړې توګه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کچه هلې ځلې کوي، چې د سېلابونو د زیانونه مخنیوي ترڅنګ له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ اړینې مرستې وکړي، ترڅو د لوی ناورین مخنیوی ووشي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت