د تېرکال په پرتله د وریجو کرکېله او حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۱:۵۲
د تېرکال په پرتله د وریجو کرکېله او حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي

۹ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت او د احصایې او مالوماتو ملي ادارې، له ځانګړو شمېرې اخیستونکو څخه په استفادې سره «د ۱۳۹۹یم کال د وریجو تولید راپور» تر عنوان لاندې ګډ راپور چمتوکړي دي، چې ښیې په هېواد کې د وریجو کرکېله او حاصلات د ۱۳۹۸یم کال په پرتله په ۱۳۹۹یم کال کې نږدې ۱۵ سلنه زیات شوي دي.
تېرکال د وریجو حاصلات ۳۸۳ زره مټریک ټنه وه، خو د نوي سروې د راپور پر بنسټ، روان کال د ۵۷ زره ټنو په زیاتوالي سره ۴۴۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلې ده. دغه راز تېرکال د هېواد د شولې کروندې ۱۲۸ زره هکټاره ګزارش شوي ول، په داسې حال کې چې د نوي سروې پر اساس، سږکال د شولې کروندې د ۱۹.۵ زره هکټارو په زیاتوالي سره، ۱۴۷.۵ هکټارو ته رسېدلي دي.
دا سروې په څو لارو چارو، له ډلې له لرې واټن یا د «ریموټ سنسنګ» له لارې د شولې تر کرکېلي لاندې سیمې پیداکول، د ۱۹ ولایتونو په ۱۲۶ ولسوالیو کې، بزګرانو سره د مرکو، او د شولې په پرې کولو او نمونې اخیستنې سره ترسره شوی دی.
یاد اخیستل شوی شمېره د شولې له کرکېلي تر حاصل ټولولو ټول وخت چې نږدې پنځه میاشتې کیږي رانغاړي.
د ۱۳۹۸یم کال په پرتله په ۱۳۹۹یم کال کې د وریجو د حاصلاتو ۱۵ سلنه زیاتوالي په داسې حال کې ده، چې وریجه د افغانستان د خلکو لوی مصرفوونکي توکي دي او په پراخه کچه ترې ګټه اخیستل کیږي.
د کرنې وزارت او ملي احصایې ددې ګډ راپور په حواله، کندز د ۴۶.۸ زره هکټاره شولې کروندو په درلودو او ۱۴۰ زره مټریک ټنه تولید سره د تولیدوونکو ولایتونو ترمنځ لومړی ځای خپل کړئ دی.
تخار د ۲۳ زره هکټاره شولو کروندو په درلودو او ۷۵ زره ټنه تولید سره دویم ځای، بغلان د ۱۹.۷ زره هکټاره شولو کروندو په درلودو او ۶۳ زره ټنه تولید سره درېیم ځای او ننګرهار د ۱۴.۶ زره هکټاره شولو کروندو په درلودو او ۴۷ زره ټه تولید سره څلورم ځای کې دي.
هرات په ۲۸ زره ټنه تولید سره، کونړ په ۲۰ زره ټنه تولید، بلخ په ۱۸ زره ټنه تولید سره او لغمان په ۱۵ زره ټنه تولید سره په وروستیو ځآیونو کې دي. خوست، ارزګان، پکتیا، بدخشان، دایکندي، کابل، بادغیس، هلمند، بامیان، سرپل او غور په هېواد کې د وریجو نور تولیدوونکي ولایتونه دي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا د اوبولګولو شبکې جوړول، روزنیزې برنامې په لاره اچول، د شولې ننداریزې قطعې جوړول او د شولو له کروندګرو سره مرستې، د شولو د کروندو او دغه راز د شولو حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.
د ملي احصایې او مالوماتو ادارې د اټکل له مخې، په ۱۳۹۹یم کال کې افغانستان ۶۵۵ زره ټنه وریجو ته اړتیا لري، چې د تولید کچې ته په کتو ۲۱۵ زره ټنه کموالی شتون لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او دحال د وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو چارې یې. . .

بازگشت