د ترکیې سوداګریز پلاوي سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۳:۵۵

۳۰چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ترکیې هېواد د اقتصادي متشبثینو او سوداګریزواخلاقو ټولنې له پلاوي سره دخپل کار په دفتر کې وکتل او په افغانستان کې یې د پانګونې فرصتونو په بیانولوسره له هغوی څخه وغوښتل، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې پانګونه وکړي. 
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د پانګونې د فرصتونو او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او د ترکیې له پانګوالو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
ښاغلي عمري زیاته کړه: «د ترکیې هېواد او کارپوهان یې اوسمهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، خو د کرنې په برخه کې دا فعالیتونه کمزوري دي او هیله لرو چې ستاسو په راتګ سره به د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لا زیاته پانګونه وشي، الحمدالله اوس د پانګونې لپار ټول فرصتونه مساعد دي او ستاسو پانګونې سره به ستاسو او زموږ د خلکو لپاره دوه اړخیزې ګټې رامنځته شي. 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر همداراز د دواړو هېوادونو د سوداګرو تګ راتګ د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو د ښه والي او پراخولو او په بېلابېلو برخو کې د تجربو په شریکولو کې اغېزمنې وبللې او د دوام غوښتنه یې وکړه.
په ورته وخت کې د ترکیې هېواد د اقتصادي متشبثینو او سوداګریزواخلاقو ټولنې د مدیره پلاوی رییس حسین اکچا افغانستان ته  ددې پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو شریکول وبلل او دسبو او مېوو ساتنې په پار د سړوخونو جوړولو، دکرنیزو محصولاتو پروسس او بسته بندۍ او د افغانستان له طبي بوټو څخه د درملو جوړولو په برخه کې کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه او په یادو برخو کې د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه وکړه.
د ترکیې هېواد د اقتصادي متشبثینو او سوداګریزواخلاقو ټولنه چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې په بېلابېلو هېوادونو کې فعالیت لري. ددې ټولنې غړي په دې موخه افغانستان ته سفر کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او متقابلو سوداګریزو همکاریو د حجم د زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د لارو چارو د روښانه کولو په موخه د هغو کارونو په اړه پرېکړه وکړي، چې سوداګرۍ ته لاره هواروي.

دیدار وزیر زراعت با هیئت تجاری کشور ترکیه 
30 سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با هیئتی از تجار انجمن کار آفرینی اقتصادی و اخلاق تجاری کشور ترکیه دیدار و با بیان فرصت های سرمایه گذاری در افغانستان ازآنها خواست که در سکتور زراعت و مالداری افغانستان سرمایه گذاری نمایند.
در این دیدار مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت پیرامون فرصت‌های موجود سرمایه گذاری و پیشرفت‌های که پس از حاکمیت امارت اسلامی  در بخش‌های مختلف افغانستان خصوصا سکتور زراعت و مالداری رونما گردیده صحبت کرده و از سرمایه گذاران کشور ترکیه خواست که در آن بخش سرمایه  گذاری نمایند.
آقای عمری افزود" کشور ترکیه و متخصصین آن در حال حاضر در بخش‌های مختلف در افغانستان فعالیت می‌نماید اما این فعالیت‌ها در سکتور زراعت کمرنگ است و ما امیدوار هستیم که با آمدن شما شاهد سرمایه گذاری بیشتر در سکتور زراعت و مالداری کشور که بیشترین ظرفیت بلقوه را این سکتور ها دارا می باشد باشیم چون الحمد لله در حال حاضر تمام زمینه های جهت سرمایه گذاری مساعد می باشد و با سرمایه گذاری شما منفعت دوجانه ایجاد می شود هم برای شما و هم برای مردم ما".
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری همچنان رفت و آمد تجار دو کشور را در بهبود و گسترش روابط افغانستان و ترکیه و شریک سازی تجارب در بخش‌های مختلف موثر دانسته و خواستار ادامه آن شد.
در همین حال حسین آکچا رییس هیئت مدیره انجمن کارآفرینی اقتصادی و اخلاق تجاری کشور ترکیه هدف از سفر شان را به افغانستان تشریک تجارب میان دو کشور عنوان کرده و علاقمندی شان را جهت سرمایه گذاری در بخش‌های احداث سردخانه‌های نگهداری میوه جات و سبزیجات، پروسس و بسته بندی محصولات زراعتی و ساخت ادویه از نباتات طبیی افغانستان بیان کرده و خواستار معلومات بیشتر در بخش های یاد شده شدند.
هیئت تجارانجمن کار آفرینی اقتصادی و اخلاق تجاری کشور ترکیه که از سال 2003 به این سو در کشورهای مختلف فعالیت دارند به هدف تصمیم گیری در مورد کارهای که می توان برای افزایش حجم تجارت و همکاری متقابل تجاری میان دو کشور و روشن کردن راه انجاد داد به افغانستان سفر کرده است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیکا کې د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پکتیکا د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۲
Background image

دهلمند د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې تر منځ د همکارۍ د پراخېدو په اړه بحث وشو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) د سهیل لویدیځ زون له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۳۷
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې پر ۲۰۰ مستحقو بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو د ودې او حاصلاتو د زیاتوالي په موخه، د صبریو او یعقوبیو ولسوالیو ۲۰۰ مستحقو. . .

بازگشت