د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په‌پار د روسیې فدراسیون ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال رسمي سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په‌پار د روسیې فدراسیون ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال رسمي سفر

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د یاد وزارت د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د شپږ ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د روسیې فدراسیون (مسکو او سن‌پترزبورګ) ته روان شوی دی.
ټاکل شوې ده، چې دغه پلاوی د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۷مې پورې د کرنې په برخه کې له مهمو علمي او تخنیکي مرکزونو څخه لیدنه وکړي. د پلاوي په ترکیب کې د مالدارۍ د خدماتو لوی ریس، د بنسټیزو، تطبیقي او توافقی څېړنو رییس او د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي متخصصین شامل دي.
د دې سفر اساسي موخه د نباتي او حیواني قرنطین په برخو کې د تخنیکي وړتیاوو لوړول، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د کنټرول سیسټمونو ښه‌والی او له پرمختللو کرنیزو سیستمونو سره بلدتیا ښودل شوې ده. همدارنګه، پلاوی هڅه کوي څو د روسیې فدراسیون له تجربو او لاسته راوړنو څخه په یادو برخو کې ګټه واخلي او د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د پلان له مخې، د کرنې وزارت پلاوی به د بندري سیستمونو او صادراتي بهیرونو څخه لیدنه وکړي او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د اسانتیا په اړه به د نظر تبادله ترسره کړي. سربېره پر دې، د نباتي ناروغیو د تشخیص له لابراتوارونو، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د ارزونې له مرکزونو او د آفتونو د کنټرول او قرنطین له اړوندو څېړنیزو بنسټونو څخه به هم لیدنه وکړي.
همدارنګه، ټاکل شوې ده، چې د روسیې فدراسیون له اړوندو ادارو سره رسمي ناستې ترسره شي، چې په ترڅ کې به د تخنیکي همکاریو پر پیاوړتیا، د تجربو پر لېږد او د کرنې په برخه کې د دوامداره اړیکو پر رامنځته کولو ټینګار وشي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هیله څرګندوي، چې دغه سفر به د تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو، د نړۍوالو معیارونو د پلي کېدو او د افغانستان او روسیې فدراسیون ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په برخه کې مثبتې او اغېزمنې پایلې ولري.


سفر رسمی معین زراعت و مالداری به فدراسیون روسیه برای تقویت همکاری‌های تخنیکی
۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در رأس یک هیئت تخنیکی این وزارت، در یک سفر رسمی شش‌روزه به فدراسیون روسیه (شهرهای مسکو و سن‌پترزبورگ) عازم گردیده است.
این هیئت از تاریخ ۱۲ الی ۱۷ اپریل ۲۰۲۶ از مراکز مهم علمی و تخنیکی در بخش زراعت بازدید می‌نماید. ترکیب این هیئت شامل رئیس عمومی خدمات مالداری، رئیس تحقیقات اساسی، تطبیقی و توافقی و شماری از متخصصان تخنیکی این وزارت می‌باشد.
هدف اساسی این سفر، ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی در عرصه‌های قرنطین نباتی و حیوانی، بهبود سیستم‌های کنترول کیفیت محصولات زراعتی و آشنایی با سیستم‌های پیشرفته زراعتی عنوان شده است. همچنان، هیئت تلاش می‌نماید تا از تجارب و دستاوردهای فدراسیون روسیه در این بخش‌ها استفاده نموده و زمینه گسترش همکاری‌های دوجانبه را فراهم سازد.
براساس برنامه، هیئت وزارت زراعت از سیستم‌های بندری و روندهای صادراتی بازدید نموده و پیرامون تسهیل صادرات محصولات زراعتی، تبادل نظر خواهد کرد. همچنان، از لابراتوارهای تشخیص امراض نباتی، مراکز ارزیابی کیفیت محصولات زراعتی و نهادهای تحقیقاتی مرتبط با کنترول آفات و قرنطین دیدن می‌نماید.
همچنین، قرار است نشست‌های رسمی با نهادهای ذی‌ربط فدراسیون روسیه برگزار گردد که در آن روی تقویت همکاری‌های تخنیکی، انتقال تجارب و ایجاد روابط پایدار در بخش زراعت تأکید خواهد شد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری ابراز امیدواری می‌نماید که این سفر در راستای ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی، تطبیق معیارهای بین‌المللی و توسعه همکاری‌های دوجانبه میان افغانستان و فدراسیون روسیه، نتایج مثبت و مؤثری در پی داشته باشد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت