د بې وزله کورنیو ملاتړ په پار هڅې؛ لغمان کې ۳۵ بېوزله او اړمنو کورنیو ته وزې ورکړل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۹:۱۳
د بې وزله کورنیو ملاتړ په پار هڅې؛ لغمان کې ۳۵ بېوزله او اړمنو کورنیو ته وزې ورکړل شوې

۳۰ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د لغمان په علینګار ولسوالی کې د « ډاکار مؤسسې» په همکارۍ ۳۵ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د نفقې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته  وزې ورکړل شوې. 
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې هرې ګټي اخیستونکې ته به دوه وزې او څلور واړه بچې ( سېرلې) ، ۵۰   کیلو کنجاړه، ۵۰ کیلو د غنمو سبوس ورکړل شوي دي
 د وزو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینې  برابر او   کورنۍ پر ځان بسیا شي.   
بلخوا د افغانستان لپاره دهالنډ کمېټې په همکارۍ د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند ګراهو او کله کوټ کلیو کې ۲۸ مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرستې هم شوي دي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې  د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي او د مالدارۍ سکټور پراختیا ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت