د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه په غزنې کې د کچالو ۴۷ زېرمتونونه جوړوي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۱۵
پروژه انکشاف زنجیره ارزش باغداری در غزنی ۴۷ ذخیره‌گاه کچالو می‌سازد

۲ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیری ارزښت د پراختیا پروژې له لارې په غزني کې د کچالو د ۴۷ زېرمتونونو رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړ کړي دي.
دغه زېرمتونونه تر یوې اوونۍ ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.
ددغو زېرمتونونو د جوړولو ټولیز لګښت ۲۸ میلیونه او ۹۲۹ زره او ۱۵۸ افغانۍ ده. ددغو زېرمتونونو ۸۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او ۲۰ سلنه نور لګښت یې برخمن شوي بزګران ورکوي.
دغه زېرمتونونه هر یوه یې د ۱۲ مټریک ټنه کچالو د ساتنې وړتیا لري. له دغو زېرمتونونو څخه په ګټې اخیستنې سره، د غزني ولایت بزګران کولای شي، چې د کال ۵۶۰ مټریک ټنه کچالو زېرمه کړي. تېرکال په غزني کې یو زر او ۸۰ هکټاره کچالو کرل شوې وه او له دغو کروندو څخه ۲۷ زره ټنه کچالو تولید شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

بازگشت