د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه په بامیان کې د کچالو ۹۴ زېرمتونونه جوړوي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۲:۲۹
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه په بامیان کې د کچالو ۹۴ زېرمتونونه جوړوي

۲۲لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه، د بامیانو په ولایت کې د کچالو ۹۴ زېرمتونونه جوړوي.
دغه پروژې، چې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې اړوند دي، رغنیزې چارې یې ۹۵سلنه بشپړ شوي او ټاکل شوې ده، چې ډېرژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ددغو نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو چارې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې « HVCDSP» له خوا پرمخ وړل کیږي.
ددغو زېرمتونونو د جوړولو ټولیز لګښت ۵۷میلیون او ۸۵۸زره او ۳۱۶ افغانۍ ده، چې ۸۰ سلنه یې د کرنې وزارت او ۲۰ سلنه نور یې د برخمن شویو بزګرانو له خوا پرې شوي دي.
ددغو زېرمتونونو په جوړېدو سره، برخمن شوي بزګران کولای شي، چې د کال څه باندې ۱۱۰۰ مټریک ټنه کچالو زېرمه کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت