د بوټو ساتنې او قرنطین رییس د ننګرهار بوټوساتنې کارکوونکو سره وکتل
۲ تله ۱۴۰۲ه.ش
۹ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې وزارت د بوټوساتنې او قرنطین رییس انجینر عتیق الله مسلم د ننګرهار د بوټو ساتنې مدیریت له کار کوونکو سره د کارونو چټکتیا، غوره همغږۍ او د ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د بوټو ساتنې مدیر سید کریم الله پاچا د خپل مدیریت اړوند ستونزې او لاسته راوړنې د بوټو ساتنې رئیس سره شریکې کړي .
د ننګرهار د بوټو ساتنې مدیر سید کریم الله پاچا په تورخم بندر کې د ستونزو په ګوته کولو، لابراتوار نشتوالې ، د بوټو ساتنې د ودانۍ خرابوالې، سیار نباتي کلینیکونو فعالولو او ګڼو نورو برخو کې خپلې ستونزې شریکې او هغې ته د حل لارو موندلو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې رییس انجینر عتییق الله مسلم د ستونزو د حل او د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.