د بهرنیو او کورنیو پانګوالو د جلبولو لپاره د کړنلارې طرحه د کرنې وزیر ته وړاندې شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۹:۲۶
د بهرنیو او کورنیو پانګوالو د جلبولو لپاره د کړنلارې طرحه د کرنې وزیر ته وړاندې شوه

پانګوالو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جلبولو د کړنلارې طرحه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د جلالتمآب امیرالمومنین حفظه الله له لارښوونو سره سم ترتیب شوې وه، د وروستي کولو په موخه دکرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري ته وړاندې شوه.
په هغه غونډه کې، چې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ او د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف، د دفتر رییس مولوي حسین احمد خورشید، د  وزارت حقوقي سلاکار بشیر احمد پیام او د کرنې وزارت د بېلابېلو څانګو د یوشمېر کارپوهانو په حضور کې، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د ځمکې د اجارې د ورکړې په موخه د یوه لنډمهالې کړنلارې د طرحې بیا کتنې په موخ جوړه شوه وه، په ترڅ کې یې دیادې کړنلارې طرحه د کرنې وزیر ته وړاندې شوه.
دا کړن لاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام په منظورۍ او د جلالتمآب امیرالمومنین حفظه الله په لارښوونه د ځمکوالۍ د قانون تر تصویب پورې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د ځمکې د اجارې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د ځمکې د اجارې ورکولو د طرزالعمل طرحې تر کتنې وروسته د کړن لارې د چمتوکولو کمېټې مسوولینو ته د دغه طرزالعمل د لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه خپل نظر څرګند کړ او د یاد طرزالعمل چمتو کولو بهیر د ګړندی کولو غوښتنه وکړه.
د دې کړنلارې د جوړولو موخه د کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د پانګونې د زمینې برابرول دي، چې د هېواد د اقتصاد د ودې لامل ګرځي او خلکو ته د کار زمینه برابروي.

طرح طرزالعمل جلب سرمایه گذاران خارجی و داخلی به وزیر زراعت اراییه شد  
۲۳ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
طرح ترتیب شده طرزالعمل فراهم سازی سهولت برای سرمایه گذاران و جلب سرمایه گذاران داخلی و خارجی  که مطابق به هدایت عالیقدرامیرالمومین حفظه الله در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری ترتیب شده است جهت نهایی سازی به مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت اراییه شد.
طی جلسه‌ای که  به این منظور به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت و  با حضورمولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی، مولوی حسین احمد خورشید رییس دفتر، بشیر احمد پیام مشاور حقوقی مقام وزارت و شماری از متخصصین بخش‌های مختلف وزارت زراعت پیرامون بررسی و نهایی سازی طرزالعمل موقت جهت فراهم سازی زمینه اجاره دهی زمین برای سرمایه گذاران داخلی و خارجی برگزار شد بود در آن طرح طرزالعمل متذکره به وزیر زراعت پیشکش گردید.
این طرزالعمل مطابق پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و تایید مقام ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان  و هدایت عالیقدر امیر المومین حفظه الله به منظور فراهم سازی سهولت‌ها لازم در اجاره دهی زمین برای سرمایه گذاران داخلی و خارجی الی منظوری قانون تنظیم امور زمین داری ساخته می‌شود.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پس از ملاحظه طرح  طرزالعمل اجاردهی زمین به سرمایه گذران داخلی و خارجی نظریات نظریات خویش را به مسوولان کمیته تهیه طرزالعمل جهت بهبود و موثریت بیشتر طرزالعمل بیان نموده و خواستار تسریع روند تهیه آن شد.
هدف از ساخت این طرزالعمل فراهم سازی زمینه سرمایه گذاری برای سکتور‌های زراعت، مالداری و سایر سکتورهای که باعث رشد اقتصاد کشور و فراهم سازی زمین کار برای مردم می گردد می باشد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۹
Background image

بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

د بادغیس د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په دې ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده. 
د دوی په وینا، دغه بڼونه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۳۹
Background image

پکتیا کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۵
Background image

کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام«یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ، د څه باندې. . .

بازگشت