د بلخ ۱۱۰ مالدارې مېرمنې د مالدارۍ تخنیکي مهارتونه زده کړل

user-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۹:۱۷
به ۱۱۰ بانوی مالدار در دهدادی مهارت‌های مدرن مالداری آموزش داده شد


۲۶ وږی ۱۳۹۹
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې (SNaPP2)په همکارۍ ددې ولایت د ۱۱۰ کیلوالو مالدارو مېرمنو د تخنیکي وړتیا لوړلو په پار د دهدادي په ولسوالۍ کې دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچولې وه.
دغه روزنیزه برنامه د شېدې تولیدوونکو مالدارانو د وړتیا لوړولو په موخه په لاره اچول شوې وه، چې په کې ګډونوالو ته د غواساتنې مدیریت، د شېدې لوشلو حفظ الصحې، سالمې تغذیې، نسل اخیستل، لبنیاتو ته بازارموندنه، د شېدې ورکوونکو غواوو یوشمېر ناروغۍ او د غوا د ناروغیو د کنټرول په برخه کې هر اړخیز معلومات ورکړل شو.
ددې روزنیزې برنامې پر ګډونوالو تر دې مخکې د شېدې لوشولو او د غوجلې د اصلاح په موخه ۱۷ توکي هم وېشل شوې وه.
دغه راز دغو مالدارانو لپاره د کرنې وزارت نورې برنامې، د بازارموندنې او بزګرانو اوخصوصي سکټور سره د اړیکو د ایجاد په پار د کرنیزو هوکړه لیکونو د لاسلیک زمینې برابرول دي. ددې برنامې په ترڅ کې مالدارن د بلخ لبنیاتو له ټولنۍ سره یوځای شول تر څو د ورځې ۷۶۰ لیټره شېدې چې دوی یې تولیدوي د ورځې په نرخ پر خصوصي سکټور خرڅ کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د ننګرهار روداتو کې د چینایي لیمو نوي بڼونه جوړول؛ د بدیل معیشت پروګرام عملي ګام

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي مرسته او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ د یاد ولایت په رودات ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۹
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست؛ دوه عرادې موټرې له اوږدې مودې وروسته ترمیم شوي

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د کرنې وزارت په مالي لګښت دوه عرادې موټرې له اوږدې مودې خراب حالت وروسته ترمیم او. . .

بازگشت