د بلخ چاهي ولسوالی کې زرګونه کوچني څاروي د طاعون پر وړاندې وقایه کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۸:۵۳
د بلخ چاهي ولسوالی کې زرګونه کوچني څاروي د طاعون پر وړاندې وقایه کېږي

د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ، د چاهي ولسوالی د مسلکي پاراوټرانو په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، په یاده ولسوالی کې ۴۵۰۰ کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه د وقایوي واکسینو کمپاین پیل شو.
یاد واکسین موخه د طاعون وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي ساتل، او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو کمول او د هغوی اقتصادي ملاتړ دي. ترڅو د دې واکسین تطبیق سره به د څارویو شېدو او غوښې تولید عادي پاتې شي، د ناروغیو خپرېدل به په وخت کنټرول شي، او ترڅنګ یې مسلکي کسانو ته د کار فرصتونه هم برابره شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې تردې وړاندې دبلخ د کرنې ریاست په هڅه او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، ددې ولایت په یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم د طاعون وقایوي واکسین کمپاین پیل شوې وه، چې اوس مهال یي په نورو ولسوالیو کې د تطبیق چارې لاهم روانې دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت