د بلخ مسلخ ډېرژر ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۱:۲۶
مسلخ بلخ به زودی به بهره‌برداری سپرده می‌شود

۳مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي او ددې ولایت له یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو سره، د بلخ له معیاري مسلخ څخه لیدنه او نظارت وکړ.
د بلخ ولایت مسلخ، د آسیایي پراختیایي بانک په مرسته د شپږ میلیونه ډالرو په لګښت په ۲۵ جریبه ځمکه کې په معیاري ډول رغول شوی دی او ګټې اخیستنې ته چمتو ده.
یاد مسلخ په اته کاري ساعتونو کې، د ۱۰۰ غواوو او ۵۰۰ وریو د ذبحې او پروسس وړتیا لري.
د معیاري مسلخونو جوړول او فعالیت د دندې زمینه برابروي، د خصوصي سکټور د عوایدو د لوړوالي او د چاپېریال ساتنې لامل کیږي او د څارویو د غیرمعیاري ذبحې مخه نیسي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۹:۵۷
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون پرانیستل شو

۱۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون، د «تلپاتې کرنه او مالداري؛ ډېر تولید، پیاوړی اقتصاد» تر شعار لاندې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۹:۵۷
Background image

هلمند کې د طبق ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسیناسیون کمپاین پیل شو

۱۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا آمریت له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په همکارۍ، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۹:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک: د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون

ټاکل شوې، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون د «تلپاتې کرنه او مالداري؛ ډېر تولید، پیاوړی اقتصاد » تر شعار لاندې د ۱۴۰۵ ام کال. . .

بازگشت