د بلخ شولګرې ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته د زعفرانو پیاز وېش او د سویابینو کر روزنیز پروګرام ترسره شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۸:۵۵
توزیع پیاز زعفران و برگزاری برنامه آموزشی کشت سویابین برای دهقانان در ولسوالی شولگره ولایت بلخ

د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالی کې د «اکټېډ» دفترد کرنیزو خدماتو مدیریت په همغږۍ لسو بزګرانو ته د زعفرانو د کر لپاره مرستندویه توکي ووېشل شول، او همدارنګه د حرکت موسسې له لوري د سویابینو د کر روزنیز سیمینار هم ترسره شو.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د یادې مرستې په ترڅ کې لسو بزګرانو ته هر یوه ته ۵۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز، یوه سبده، ۵۰ جوړه دستکشې، دوه د شیشې بوتلونه د زعفرانو د راټولولو لپاره، او یو پنس ورکړل شو.
دغه مرسته د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا او د زعفرانو د کر د ترویج په موخه ترسره شوې ده.
بل‌خوا، د حرکت موسسې د کرنیزو خدماتو عمومي مدیریت په همکارۍ، د سویابینو د کر په اړه یو روزنیز سیمینار هم ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې بزګرانو ته د سویابینو د کر، سرې ورکولو، اوبولګولو، رېبلو او د حاصلاتو د راټولولو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.
بزګرانو له دغو مرستندویه او روزنیزو پروګرامونو خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چې دا ډول پروګرامونه لا زیات شي، څو د عصري کرنې دود پراخ او د هغوی د حاصلاتو کچه لوړه شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت