د بلخ زاري ولسوالی کې له څه باندې ۴۰۰ راستنو شويو کډوالو سره نغدي مرستې ترسره شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۱
توزیع کمک نقدی به بیش از ۴۰۰ خانواده مهاجر بازگشته در ولسوالی زاری ولایت بلخ

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولايت د زاري ولسوالی کې له کډوالۍ راستنو شويو ۳۰۰ اړمنو کورنيو سره د نغدي مرستې دویم پړاو عملي شو. دغه مرستې د «ډبلیواچ‌اچ» مؤسسې په مالي ملاتړ او د زاري ولسوالی د کرنيزو خدمتونو عمومي مديريت په همغږۍ ووېشل شوې، چې له مخې يې هرې کورنۍ ته ۲۶۳۰ افغانۍ ورکړل شوې او د وېش له بهير څخه منظمه څارنه هم ترسره شوه.
همدارنګه، ۱۰۹ هغو کورنيو ته چې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې له ایران څخه تازه ايستل شوې وې او مخکې يې د هرې کورنۍ لپاره ۹۹۸۵ افغانۍ ترلاسه کړې وې، په دویم پړاو کې د هرې کورنۍ لپاره ۹۸۶۵ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
د يادې څارنې اساسي موخه د مرستو د وېش په بهير کې د روڼتيا تأمين، د اړمنو کورنيو حالت ته رسېدنه او د راستنو شويو کډوالو ملاتړ ياد شوی، څو مرستې په سم ډول او د ټاکل شويو اصولو له مخې مستحقو کسانو ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د هېواد په کچه له راستنېدونکو کډوالو سره د غنمو او نغدو پيسو د وېش لړۍ روانه ده او په بېلابېلو ولايتونو کې زرګونو اړمنو کورنيو ته مرستې رسول شوې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

بازگشت