د بغلان سیمه ییزو چارواکو سره دکرنې وزیر ناسته

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۳:۴۰
د بغلان سیمه ییزو چارواکو سره دکرنې وزیر ناسته

۱۰ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري بغلان ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت والي مولوی سمیع الله حزب الله، د امنیې قومندان مولوی جان محمد حمزه او د بغلان ولایت د دولتي اداراتو له رییسانو سره د ولایت په مقام کې وکتل.
په دې کتنه کې دکرنې وزیر د بغلان ولایت له سیمه ییزو چارواکو وغوښتل، چې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو او د ځمکي د غصب مخنیوی په برخه کې دې دکرنې ادارې سره همکاري وکړي. «خلک او هېواد ته خدمت کول زموږ مسوولیت دی، دا د اسلامي امارت د ټولو غړو مسوولیت دی، باید د هېوادساتنه او حفاظت وکړو او دخلکو د سوکالۍ او ارامتیا لپاره کار وکړو، په پیل کې مو د آمو سیند څخه د ګټې اخیستنې په پار د قوش تېپې کانال پروژه افتتاح کړه، دغه راز اړتیا ده، چې د بادغیس د مرغاب، کونړ، کمال خان بند، سلما بند او له نورو سیندونو او بندونو څخه د ګټې اخیستنې په پار نورې پروژې هم پیل کړو. د زورواکو له خوا د هېواد په کچه ډېرې ځمکې غصب شوي دي، ټولیزې همکارۍ ته اړتیا ده، ترڅو دا ځمکې بېرته دولت ته راوګرځول شي.»
وروسته د بغلان سیمه ییزو چارواکو خبرې وکړې، او په یادو برخو کې د همکارۍ په پار خپل چمتووالی وښودلږ په پای کې د بغلان ولایت د مقام د رهبرۍ له خوا ددې ولایت یوشمېر فعالو رییسانو ته ستاینلیکونه چمتو شوي ول، چې دکرنې وزیر، امنیې قومندان او د بغلان د والي له خوا پر دغو رییسانو ووېشل شول.

نشست وزیر زراعت با مسوولان محلی ولایت بغلان
۱۰ جدی ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت بغلان با مولوی سمیع‌الله‌حزب الله والی، مولوی جان محمد حمزه قوماندان امنیه و روساء ادارات دولتی ولایت بغلان در ساختمان مقام ولایت دیدار کرد.
وزیر زراعت در این دیدار از مسوولان محلی ولایت بغلان خواست که در قسمت‌ برگرداندن زمین‌های غصب شده و جلوگیر از غصب زمین اداره زراعت را همکاری نمایند."مسوولیت داریم که برای مردم و وطن خدمت کنیم، این مسوولیت بالای تمامی اعضای امارت اسلامی می‌باشد، باید از کشور پاسبانی و حفاظت کنیم و برای آرامش و آسایش مردم کار کنیم، پروژه کانال قوش تپیه را از خاطر استفاده دریای آمو در آغاز افتتاح کردیم، همین‌گونه نیاز است که پروژه‌های دیگری را در قسمت استفاده از دریای مرغاب بادغیس، کنر، بندکمال خان، بند سلما و دیگر بندها و دریاها آغاز کنیم، زمین‌های زیادی در سراسر افغانستان توسط زورمندان غصب شده، نیاز است همکاری عمومی صورت گیرد و این زمین‌ها پس به دولت برگردانده شود".
بعد از آن مسوولان محلی بغلان صحبت نموده آمادگی خویش را جهت همکاری در این زمینه ابراز داشتند در اخیر رهبری مقام ولایت بغلان برای شماری از روساء فعال این ولایت تقدیرنامه تهیه دیده بود که از سوی وزیر زراعت، فرمانده پولیس و والی بغلان به این روساء داده شد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت