د بغلان دکرنې رياست: دکرنې په برخه کې دوه مهمې پروژې پلي کېږي

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۰:۲
د بغلان دکرنې رياست: دکرنې په برخه کې دوه مهمې پروژې پلي کېږي


۲۳ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د بغلان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي چې د ASIO مؤسسې په همکارۍ ددې ولايت په دوو ولسواليو کې دکرنې په برخه کې دوه مهمې پروژې پلي کېږي.
د بغلان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس قاري محراب الدین بلال وويل، دغه پروژې چې لګښت يې ۷۷۰زره او ۳۸۱ امريکايي ډالرو ته رسېږي د معشيت دپرمختګ تر عنوان لاندې د بغلان ولايت د مرکزي بغلان او خوست فرنګ ولسواليو کې پلي کېږي.
د چارواکو په خبره د دغو پروژو په پلي کولو سره په يادو ولسواليو کې سلګونو کسانوته د کار زمينه برابرېږي.
د بغلان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست هلې ځلې کوی، چې په دې ولايت کې د همکارو مؤسسو په مرسته دکرنې او مالدارۍ په برخه کې ګڼې پروژې پلي کړي، چې له يوې خوا بزګرانو او مالدارانو ته اسانتياوې رامنځته او ترڅنګ يې خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت