د بزګر مېله او دکرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون پرانیستل شو

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۹:۱۸
د بزګر مېله او دکرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون پرانیستل شو


۱۲ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیالانو، د کابینې غړو، د کرنې وزارت د چارواکو او مشرتابه، د بېلابېلو هېوادونو سیاسي استازو، د مرستندویو مؤسسو د مسوولینو، د خصوصي سکتور د سوداګرو او پانګوالو، یوشمېر بزګرانو او مالدارانو په حضور کې د بزګر مېله او دکرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون د کابل په بادام باغ کې پرانیستل شو.
دغه نندارتون د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا  اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر، سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني، د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند«حاجي سالم»، د کابینې یو شمېر غړو، رییسانو، د بېلابېلو هېوادونو سیاسي استازو، د مرستندویو مؤسسو مسوولینو، د خصوصي سکټور د سوداګرو او متشبثینو، بزګرانو او مالدارانو په حضور کې د کابل د بادام باغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شو.
د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي امارت چارواکو د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ سکتور د لاسته راوړنو، فعالیتونو او پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د کرنې میکانیزه کولو له لارې یې د کرنې د ودې او پراختیا په اړه د اسلامي امارت پلان تشریح کړل.
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د نندارتونونو جوړول د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د معرفي کولو لپاره یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه: «د کورنیو تولیداتو د معرفي او بازار موندنې په موخه ګڼ نندارتونونه په لاره اچول شوي او په راتلونکي کې به هم د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پلور او بازار موندنې په موخه نندارتونونه په لاره واچول شي، هلې ځلې کووی، چې کورني تولیدات نړۍوالو بازارونو ته ور وپېژنو، په همدې موخه مو له ګاونډیو هېوادونو سره یوشمېر نندارتونونه په لاره واچول، او په راتلونکي کې به یې هم په لاره واچوو، دغه نندارتونونه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په بازارموندنه او خرڅلاو کې مهمه ونډه لري.»
هغه زیاته کړه:«اسلامي امارت هڅه کوي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور پر پراختیا د کار له لارې، د بې وزلۍ د کچې ټېټولو، کارموندنې او د خامو موادو د تولید په برخه کې کار وکړي، چې په دې برخه کې یوشمېر پروګرامونه لکه د کرنې میکانیزه کول،دودیز کرکېله په عصري کرکېله بدلول او د اوبو مدیریت په پام کې نیول شوي دي.»
په دې پروګرام کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلام له نظره د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په اهمیت خبرې وکړې او دغو برخو ته یې د امارت د ځانګړې پاملرنې یادونه وکړه: 
«هیله لرو چې دا نندارتون ګډون کوونکو او د کورنیو تولیداتو معرفي کولو په برخه کې ګټور تمام شي، تېر حکمتونه دغو برخوته پاملرنه نه ده کړې، اړینه خبره داده چې زیارکښو بزګرانو او مالدارانو ته پاملرنه او دوی ته کار ووشي، امارت د یادو سکټورونو پر پښو د درولو په پار ځانګړې پروګرامونه لري. د کرنیزو تخمونو وېش، د اوبو لګولو د کانالونو او چک ډېمونو جوړول او بیارغونه، بازار موندنه او د اسانتیاوو راوستل د امارت له مهمو دندو څخه دي او په راتلونکي کې به دا کارونه پراخ او زیات کړو. هڅه کوو چې افغاني تولیدات نړۍوالو بازارونو ته معرفي کړو، له ټولو پانګوالو هم غواړو چې په دې سکتورونو کې پانګونه وکړي ترڅو له بېوزلۍ او اړتیا څخه خلاصون ومومو.»
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم  کرنې سکتور ته د افغانستان اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: 
«هڅه کوو چې د زېربناوو په جوړولو سره افغانستان ته پرمختګ ورکړو. د سړو خونو جوړول،محصولاتو ته بازارموندنه، د نندارتونونو جوړول، د کرنې په برخه کې تنوع راوستل، د عامه پوهاوي لوړول، د بندونو جوړول او د اوبو د مدیریت کولای شي، د افغانستان بڼه بدله کړي او امارت تېر کال په دې سکتورونو کې  د پام وړ فعالیتونه درلودل او سږ کال  هم ځانګړې پروژې لري.»
په ورته وخت کې په دې پروګرام  کې د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند پیغام هم د رییس الوزراء د دفتر رییس قاري عبدالستار سعید له خوا ولوستل شو چې په کې، غوره امنیتي وضعیت، هېوادوالو ته د اسانتیاوو راوستل، د ودانیزو فعالیتونو پیل، د هېواد په اقتصاد کې د بدلون راوستل، د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ عصري کول او نباتي او حیواني ناروغیو او آفتونو سره مبارزې ته اشاره شوې وه.
په همدې حال کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن د خصوصي سکتور سوداګرو او متشبثینو ته د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د برابرو شویو اسانتیاوو له امله مننه وکړه او له سوداګرو یې وغوښتل، چې په هېواد کې پانګونه وکړي. 
"دغه نندارتون د کرنيزو محصولاتو، مالدارۍ، بڼوالۍ او لاسي صنايعو د بازارموندنې په برخه کې ډېر ګټور تمامېږي، د نړۍهېوادونه د نندارتونونو په دائرولو سره غوره لاسته راوړنې لري، له سوداګرو څخه غوښتنه کوو چې د خوراکي توکو د خونديتوب او د هېواد ځان بسیاینې لپاره باید په ګډه او همغږۍ  کار وکړو." 
دغه راز په دې پروګرام کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني وویل، چې د دغه نندارتون د دائرولو موخه د کرنیزو محصولاتو معرفي او د بزګرانو او بڼوالو د لاسته راوړنو څرګندول دي
"د افغانستان پر ځان بسیا کېدل د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په ب خو کې کار پورې تړلي دي، په دې برخه کې د امارت پر مهال ګټور کارونه شوي، په غوره مدیریت سره د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ شوی او د بدیل معیشت پروژې پلي کېدو دي".
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان هم خبرې وکړې او په تېرو درېیو کلونو کې یې د امارت د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د کورنیو تولیداتو  بهر ته د صادراتو په برخه کې یې د امارت د هڅو په اړه معلومات ورکړل او  هېوادوالو څخه یې وغوښتل، چې نندارتون ته په راتګ سره کورني محصولات و پېري.
همدارنګه د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان آخند "حاجي سالم" د کرنې وزارت د دندو او لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه، "اقتصاد، سیاست، کرنه او خپلواکي د یو نظام اساسي مؤلفې دي او موږ ورته پاملرنه کوو او اوس د دې وخت دی، چې کار وکړو او په ټولو برخو کې خپله خپلواکي ترلاسه کړو، د امارت انډولیز خدمات په ټول هېواد کې دوام لري ترڅو د بزګرانو او مالدارانو  ژوند کې مثبت بدلون راشي."
د کابل د شکردرې یو تن بزګر عبدالرحمن ناصري هم د افغانستان اوبه، هوا او خاوره د خدای (ج) ستر نعمت وباله او په دې برخه کې یې ګډ کار اغېزمن وباله او له امارت څخه د نیمګړو پروژو د بشپړېدو او د کورنیو تولیداتو د صادراتو غوښتنه  وکړه.
په پای کې د کرنې د پراختیا صندوق رییس انجنیر عبدالغفار غفوري بزګرانو ته د دغه صندوق د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او سږ کال یې د مرابحې په بڼه له ۲،۲ میلیارډه افغانیو څخه د زیاتې چوپړتیاوو د ورکړې په اړه خبرې وکړې او له بزګرانو او مالدارانو یې وغوښتل، چې په ولایتونو کې د دغه صندوق دفترونو ته مراجعه وکړي او له خدمتونو څخه یې ګټه پورته کړي.
د بزګرمېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د روان کال د غویي له ۱۲مې تر ۱۵مې نېټې د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی، چې ددې نندارتون په ٢٦٣ غرفو کې د کرنې او مالدارۍ محصولات، کورني تولیدات او د ښځو لاسي صنایع  نندارې ته اېښودل شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

بازگشت