د بدخشان د انجې حاصلات ۳۵ ټنو ته ورسېد

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۶:۴۲
حاصلات هینگ در بدخشان به بیش از ۳۵ تُن رسید

۴ لیندۍ ۱۳۹۹
د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال ددې ولایت د انجې د حاصلاتو کچه ۳۵ ټنو ته رسیږي.
د بدخشان دکرنې رییس سید معین الدین عیني وایي، چې انجه تر ډېره په دې ولایت کې په وحشي او طبیعي ډول شنه کیږي. هغه وویل، چې دکرنې وزارت هم د انجې د کرکېلي د سیمو په پراختیا کې عمده رول درلود او تېرکال د درایم او تیشکان په ولسوالیو کې نږدې په ۲۵۹ هکټاره ځمکه کې د انجې کرکېله کړئ او خړوبه شوي دي.
انجه یو طبي بوټی دی، چې د بدخشان ولایت د ډېرو ولسوالیو په غرونوکې په وحشي ډول شنه کیږي، چې تر دې دمه ددې ولایت د وحشي انجې د سیمو په هکله کومه دقیقه سروې تر سره شوې نه ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د ننګرهار کوزکونړ کې یوشمېر نیالګیو روزونکو سره  د اړینو توکو او موادو مرسته وشوه

۲۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نیالګیو د معیاري تولید، د شنو سیمو د پراختیا او د بڼوالۍ د ودې په موخه، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

بازگشت