د بامیانو پوهنتون د کرنې پوهنځي زده کړیالانو د خوست ولایت قلندر ولسوالۍ ته علمي سفر ترسره کړ

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۸:۳۹
د بامیانو پوهنتون د کرنې پوهنځي زده کړیالانو د خوست ولایت قلندر ولسوالۍ ته علمي سفر ترسره کړ

د بامیانو پوهنتون د کرنې پوهنځي ۳۰ تنو زده کړیالانو د خپلو دوو استادانو په ملتیا د علمي سفر په موخه خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د خوست قلند ولسوالی څخه لیدنه وکړه.
یادو زده کړیالانو د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او لارښوونه د قلندر ولسوالی طبیعي سیمې وکتلې او د ځنګلونو، طبیعي سرچینو او د هغوی د مدیریت په اړه عملي او علمي معلومات ترلاسه کړل.
په دغه سفر کې د کرنې ریاست سلاکار او متخصص بهیر ګل صابري، د طبیعي سرچینو آمر مولوي مطیع الله اواب، یو شمېر مسلکي کارکوونکو او د شیخ زاید پوهنتون استادانو ګډون درلود. دوی محصلینو ته د ځنګلي ونو د ډولونو پېژندنې، د خاورې او اقلیم اغېز، او د طبیعي سرچینو د پایدارې استفادې په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه، زده کړیالانو د سیمې له بزګرانو سره د تجربو تبادله وکړه او د ځنګلونو د ساتنې او بیا زرغونولو په اړه یې عملي زده کړې ترسره کړې.
د یاد سفر موخه د زده کړیالانو عملي مهارتونو پیاوړتیا او د طبیعي سرچینو د ارزښت په اړه د هغوی پوهه لوړول وو.
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بامیانو پوهنتون د استادانو او زده کړیالانو هرکلی وکړ او د راتلونکو علمي همکاریو د دوام ژمنه یې ورسره وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت