د ایران د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون کې د افغانستان دکرنې وزارت د مرستیال ګډون 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۰:۵۶
د ایران د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون کې د افغانستان دکرنې وزارت د مرستیال ګډون 

۹ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د «ایران اکسپو» په نوم ددې هېواد د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون کې ګډون وکړ.
 د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان، ګډونوالو پلاوو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ایران د ختیځ او لویدیځ، شمال او سوېل ترمنځ د اړیکو څلورلارې په توګه معرفي کړ او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، سیمه‌ییزټیکاو او د سولې پر ټینګښت یې ټینګار وکړ.
په دغه نړۍوال نندارتون کې د نړۍ له ۱۱۱ هېوادونو څخه تر ۱۹۰ ډېر لوړ پوړي چارواکي ګډون لري، او تر ۱۰۰۰ ډېر ایراني تولیدي شرکتونه خپل محصولات او صادراتي ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړي دي.
د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، له خپل مل پلاوي سره د نندارتون له سالونونو او غرفو څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې پر مهال، په ایران کې د افغانستان سفیر، مولوي فضل‌محمد حقاني، هم د مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.
د کرنې وزارت مرستیال د ایران له تولیداتو او ظرفیتونو سره د آشنا کېدو تر څنګ، ایراني پانګه‌والو ته بلنه ورکړه، چې د افغانستان د کرنیزو سکتورونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان موجود فرصتونو ته جدي پام وکړي.


اشتراک معین وزارت زراعت افغانستان در هفتمین نمایشگاه بین‌المللی توانمندی‌های صادراتی ایران
۹ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در جریان سفر رسمی خود به جمهوری اسلامی ایران، در مراسم افتتاحیه هفتمین نمایشگاه بین‌المللی توانمندی‌های صادراتی این کشور موسوم به "ایران اکسپو" اشتراک نمود.
در مراسم افتتاحیه این نمایشگاه، رئیس جمهوری اسلامی ایران، مسعود پزشکیان، ضمن خوش‌آمدگویی به هیئت‌های اشتراک‌کننده، ایران را به‌عنوان چهارراه ارتباطی شرق و غرب و شمال و جنوب معرفی کرد و بر توسعه همکاری‌های اقتصادی، تقویت روابط تجاری، ثبات منطقه‌ای و تأمین صلح تأکید ورزید.
در این رویداد بین‌المللی، بیش از ۱۹۰ مقام بلندپایه از ۱۱۱ کشور جهان اشتراک کرده‌اند و بیش از ۱۰۰۰ شرکت تولیدی ایرانی، محصولات و توانمندی‌های صادراتی‌شان را به نمایش گذاشته‌اند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت افغانستان همراه با تیم همراه خود از سالون‌ها و غرفه‌های این نمایشگاه بازدید به عمل آورد. در این بازدید، سفیر افغانستان در ایران، مولوی فضل‌محمد حقانی، نیز مولوی صدراعظم عثمانی را همراهی می‌کرد. معین وزارت زراعت ضمن آشنایی با تولیدات و ظرفیت‌های ایران، سرمایه‌گذاران ایرانی را به سرمایه‌گذاری در بخش‌های مختلف زراعتی افغانستان تشویق نمود و از آنان خواست تا فرصت‌های موجود در افغانستان را مورد توجه قرار دهند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۲۶
Background image

د ملگرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د اوبولګولو په برخه کې خپلې کړنې دکرنې له وزارت سره شریک کړل

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» چارواکو د اوبولګولو په برخه کې د دغه ادارې فعالیتونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۲۴
Background image

غزني کې دبدیل معیشت او د کوکنارو او نورو مخدره توکو تولیدونکوبوټو دزیانونو په اړه پوهاوی غونډه ترسره شوه 

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «بدیل معیشت او د کوکنارو د زیانونو په اړه د پوهاوي» تر عنوان لاندې یو مهم پوهاوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۵۵
Background image

کندهار کې د پنبې د پروسس او خوراکي توکو د تولید په برخه کې ستره پانګونه

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار په ولایت کې یو کورني پانګوال د شاوخوا ۵.۴ میلیونه ډالرو په شخصي لګښت د خوراکي توکو د تولید او پروسس په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې. . .

بازگشت