د ایران اسلامي جمهوریت پلاوي د کرنې وزارت د بادام باغ له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۱:۳۹
د ایران اسلامي جمهوریت پلاوي د کرنې وزارت د بادام باغ له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه

۲۴ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ایران اسلامي جمهوریت پلاوي، چې په ترکیب کې یې د یران د کرنې جهاد وزارت مرستیال علي رضا مهاجر، د ایران دکرنې جهاد د بوټو ساتنې د ادارې چارسمبالې مریم جلیلي مقدم او د ایران اسلامي جمهوریت دکرنې او مالدارۍ د برخې یوشمېر کارپوهانو حضور درلود، د کرنې وزارت د بادام باغ څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوی دبوټو ساتنې او خاورې پېژندنې رياست له لابراتوارونو څخه ليدنه وکړه او د کرنې وزارت کارکوونکو او متخصصينو دوی ته د ياد رياست او اړوندو څانګو د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.
دکرنې وزارت د څېړنو لوی رییس مولوی نصرت الله طلحه، د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم، د توافقي څېړنو رییس انجنیر محمدقاسم عبیدي، د خاورې پېژندنې رییس حمیدالله احمدزی او د مالدارۍ څېړنې رییس د یاد پلاوي ملتیا کوله.

بازدید هیئت جمهوری اسلامی ایران از فارم‌ تحقیقاتی بادام باغ وزارت زراعت 
۲۴ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئت جمهوری اسلامی ایران که در ترکیبی آن علیرضا مهاجر معاون وزارت جهاد کشاورزی، مریم جلیلی مقدم سرپرست سازمان حفط نباتات وزارت جهاد و کشاورزی و تعدادی از متخصصان بخش زراعت و مالداری جمهوری اسلامی حضور داشتند از فارم تحقیقاتی بادام باغ وزارت زراعت دیدن کردند.
این هیئت از لابراتوارهای ریاست حفاظه نباتات و خاکشانی دیدن نموده و کارمندان و متخصصان وزارت زراعت برای شان در مورد فعالیت‌های این ریاست‌ها و بخش‌های مربوطه معلومات ارائه نمودند.
مولوی نصرت ‌الله طلحه رئیس عمومی تحقیقات، انجینر عتیق الله مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین، انجینر محمد قاسم عبیدی رئیس تحقیقات توافقی، حمیدالله احمدزی رئیس خاک شناسی رئیس تحقیقات مالداری این هیئت را همرایی می‌نمودند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب لومړنۍ نړۍواله کنفرانس په کندهار کې پیل شو

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل پوهنتون لخوا د کندهار ولایت د اناستو په پوهنتون کې د «افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب» تر سرلیک لاندې لومړنۍ نړۍواله. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د اروپايي ټولنې له اقتصادي رییس سره وکتل

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ تخنیکي غونډه د اروپايي ټولنې له اقتصادي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۴
Background image

کندهار کې لسګونو کسانو ته د لبنیاتو او مېوو د پروسس په برخه کې روزنه ورکړل شوه  

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د لبنیاتو، تازه مېوو او سبزیجاتو د پروسس په موخه څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د کندهار کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت