د اوبو مدیریت په پار هڅې؛ د هلمند نادعلي کې د اوبولګولو پروژه پلي کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۳:۰
د اوبو مدیریت په پار هڅې؛ د هلمند نادعلي کې د اوبولګولو پروژه پلي کېږي

۱۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمندولایت دکرنې، اوبولکولو اومالدارۍ ریاست په هلو ځلو ، د ژغورنې نړۍوالې کمیتې په مالي همګارۍ، د نادعلي ولسوالی مرکزي سیمه کې د ۵ کیلومتره زابر پاک کولو او د ۳۱ غربي ساحه کې د اوبولګولو دتنظیم په موخه د اوبو دروازې رغول کېږي.
په همدې موخه د هلمندولایت دژغورنې نړۍوالې مؤسسې د هلمند څانګې مسؤل او ورسره مل انجینران نادعلي ولسوالی ته د خپل سفر په ترڅ کې دیادې ولسوالی ولسوال، استخبارتو او دکرنې له مسولیونو سره ناسته وکړه او خپل کاري پلان یې ورسره شریک کړ چې د مسوُلینو لخوا ورته دکار د ښه پرمختګ په برخه کې د بشپړې همګارۍ ډاډ ورکړل شو.
ددې پروژې په پلي کېدو په ترڅ کې به د نادعلي ولسوالی لسګونو خلکو ته دکار زمینه برابره شي، چې د کار په بدل کې به ځایي روزمزد کسانو ته  نغدې پیسې ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت